امیتاب بچن:” تاپسي يوه تکړه ستورې ده‟

امیتاب بچن:” تاپسي يوه تکړه ستورې ده‟

د بالیووډ سېنما پاچا امیتاب بچن ویلي دي، چي د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې تاپسي پانو یوه تکړه اداکاره ده او همداشان د هغې سره په (Badla ) فلم کي کار کول د هغه لپاره یوه لویه تجربه وه.

امیتاب بجن د تاپسي پانو په اړه ویلي دي: (( ما له تاپسي سره مخکي هم کار کړي دي، د تاپسي سره کار زما لپاره غوره تجربه وه. دير د خوښي ځاي دي، چي یو ځل بیا له هغې سره په فلم کي لوبیږم، هغه یو غوره او تکړه اداکاره ده. هغه د دې وړتیا لري، فلم ته یو خاص ارزښت ورکړي.))

هندي رسنۍ وايي، د بالیووډ پاچا امیتاب بچن دا څرګندوني داسي مهال کوي، چي هغه به د تاپسي پانو سره د (Badla ) فلم په بله برخه کي یو ځل بیا راښکاره سي. د یاد فلم دوهمه برخه هم چمتو کیدو ته نږدي سوي ده او ژر به د یاد فلم بله برخه د امیتاب بچن، تاپسي پانو او عمران هاشمي په رول لوبولو سره وړاندې سي.

امیتاب بچن او تاپسي پانو یو ځل بیا په بدله فلم کي لوبیږي

پاته دي نه وي، چي د تاپسي پانو او امتیاب بچن (Badla ) فلم د وکیل او یوي سوداګري ښځي تر منځ پر آینټروي باندي جوړ سوی دی، چي د خپل عاشق په وژلو تورنه وي، په فلم کي د وکیل رول امتیاب بچن او د تورني سوداګري ښځي رول تاپسي پانو لوبولی دی‎.



بالیووډ فلمي نړۍ
t