د برياليو کسانو د ژوند له سبک سره بلدتيا

د برياليو کسانو د ژوند له سبک سره بلدتيا

د بریالیو کسانو د ژوند له سبک سره بلدتیا

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېره پانګه او شتمني د هېچا بده نه ایسي.
داسې شتمني چې له کبله یې هر څه د لاسرسي وړ وي او پرته له دې چې د راتلونکې په اړه فکر وکړي، په ارامۍ سره ژوند وکړي. خو دې شتمنو کسانو څه کړي دي، چې موږ یې نن په دې ډول پېژنو؟

ایا دوی همداسې شتمن دنیا ته راغلي او که دا هر څه له مور او پلار څخه په میراث ورته پاتې دي؟

له شک پرته چې د دواړو پوښتنو ځواب منفي دی. ټول بریالي کسان د ژوند لپاره پر منظم پروګرام او برنامې باندې ټینګار کوي.

داسې پروګرام چې وکولای شي وخت او انرژي مدیریت کړي او په هر وخت کې ښه اقتصادي پرېکړه وکړی.

موخو ته لومړیتوب ورکول

شتمن کسان تل خپلو موخو ته لومړیتوب ورکوي او تر تمرکز لاندې یې وي. نو که غواړی بریالي شی، پر موخو مو تمرکز وکړئ.

د دې کار لپاره ښه ده چې هغه در سره یاداشت کړئ او پام مو ور واړوئ.

د ورځنیو کارونو لپاره پروګرام جوړول

بریالي کسان د خپلو ورځنیو کارونو لپاره پروګرام لري او د لېست له مخې یې تر سره کوي.

که غواړی بریالي شی، نو د خپلو ورځنیو کارونو لپاره له پروګرام جوړولو مه غافله کېږی او ځان مه ترې غړوئ.
ټلویزیون کتلو ته لږ وخت ورکړئ
د ټلویزیون کتل هغه څه دي چې ډېر وخت ضایع کوي.

پرته له دې چې پوه شی خپل ډېر قېمتي وخت به مو ضایع کړی وي.

بریالي کسان له ډېر لږ وخت څخه هم د مطالعې او زده کړې لپاره ګټه اخلي. دوی له کتاب لوستلو سره مینه لري، ځکه دوی په دې کار سره پر شاوخوا باندې ځان مسلطوي.

دغه کسان د ورځې لږ تر لږه نیم ساعت وخت مطالعې ته ورکوي.

د غوږ نیولو هنر زده کړئ

په دې پوه شی چې نورو ته په غوږ نیولو کې هېڅ تاوان نه کوی.

شتمن کسان د خلکو له هرې خبرې یو ټکی زده کوي او په دې ښه پوهېږي، چې څه وخت د خلکو له تجربو د خپل کار د پرمختګ لپاره ګټه واخلي.

خو بر عکس هغه کسان چې په پر له پسې ډول ماتې خوري، دوی غواړي هر څه په ځان تجربه کړي. په پښتو کې متل دی وایي، کم عقل یې پر ځان ازمویي او هوښیار پر بل.

په لږ پانګې سره کار پیلول

هغه کسان بریالي کېږي، چې بریالی کار پیل کړي.

دوی په لږې پانګې کارو بار پیلوي. د وخت په تېرېدو سره دوی توانېږي چې ځان ته شرکت او یا هم خپل برنډ ولري.
روغتیا ته ارزښت ورکړئ

د شتمنو کسانو لپاره خپله روغتیا لومړیتوب لري. دوی نه یوازې ښو خوړو، بلکې ورزش او نورو فزیکي فعالیتونو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي. ځکه د سالم ذهن او جسم په وسیله کولای شي خپلې هڅې څو برابر زیاتې او ګړندۍ کړي.

د شتمن کېدو سپارښتنې

«د بریا کچه ستاسو د لېوالتیا په قوت، هیلو او دا چې په دې مسیر کې څه ډول له ناهیلیو سره مبارزې کوی، معلومېږي».

«د دې پر ځای چې د پیسو لپاره کار وکړی، داسې کار وکړئ چې پیسې درته وګټي».

«که سمه پانګونه وکړی، نو اړ نه یاست چې د بیو د لوړوالي او ټیټوالي په اړه فکر وکړی.

که د چرګانو پر فارم باندې مو پانګه‌ونه کړې وي، بیا اړ نه یاست په دې اړه فکر وکړی چې غوښه یې په بازار کې ارزانه ده که قېمته».

«له بدلون د وېرې یوازینی لامل دا دی چې ډېری خلک وېرېږي هسې نه تېروتنه وکړي، هغه هم په مالي برخه کې. زموږ ستره تېروتنه دا ده چې ماشومانو ته دا ور زده کوو چې تېروتنه ونه کړي».

«د مالي بحران یوازینی لامل دا دی چې موږ په مالي برخه کې پوهه نه لرو. د مالي پوهې او مالي زده کړو په وسیله کولای شی خپله پیسې چاپ کړی».

«د سبا لپاره د نړۍ اقتصادي قدرت هغه هېواد دی چې نن په خپلو ښوونځیو کې زده کوونکو ته مالي بنسټونه تدریسوي. د لوړ مالي هوښ او مالي زده کړو درلودونکي زده کوونکي او محصلین د سبا ورځې د اقتصاد مخکښان او د خپلو هېوادونو جوړوونکي دي».

«سوداګر او پانګه وال د پیسو لپاره کار نه کوي، ځکه اړتیا نه ورته لري. دوی یوازې د خپلې پانګې د ساتنې هڅه کوي. برعکس کاریګر او د منځني پوړ خلک د خپل عمر ډېره برخه په پیسو تبادله کوي او پلوري یې».

«مخکې له دې چې منډه وهل زده کړی، لومړی باید پر لاره تلل زده کړی. مخکې له دې چې لوړو خانو او ډېرې ګټې ته لاس واچوی، لومړی باید د مالي پایو له اساسي مفاهمو څخه ځان خبر کړی».

«فقر او بې پیسې توب لکه دردمن غاښ داسې دی. که یې درملنه ونه شي، نه یوازې دا چې د وخت په تېرېدو سره ښه کېږي نه، بلکې لا مو خرابوي او بدتره کېږي.

د مالي ستونزو د له منځه وړلو یوازینۍ لار د مالي پوهې زده کول او لوړول دي».

«خپله ټوله انرژي یوازې د عوایدو لوړولو ته وقف کړئ، څو مو کمبودۍ جبران کړې وي.

د اقتصادي بحرانونو پر مهال ښه بودجه بندي د سوداګرو ملا ورتړي او ښې پیسې پیدا کولای شي».

«مالي ستونزې خپله یو ډول پانګونه ده، چې تاسو قوي کوي. په اصل کې تر هغه چې ستونزې نه وي، موږ ډېرو پیسو ته اړتیا هم نه پیدا کوو».

«د مالي پوهې یو اړخ دا دی چې پوه شو څه وخت لګښت وکړو او څه ډول د لګښت مخه ونیسو. له بده مرغه ډېری کار پنځوونکي فکر کوي، چې د ضعف ټکو او د کارګرو اړتیاوو ته په کتو کولای شي ښه ګټه وکړي».

«د ارزان بیه توکو لپاره له اعتباري کارت څخه کار مه اخلئ. ځکه د ډېرو وړو شیانو د اخیستو لپاره له اعتباري کارت څخه ګټه اخیستل د دې لامل کېږي، چې تاسو پر خپلو پیسو لږ کنټرول ولری».

«د شتمنو خلکو تر ټولو لویه پانګه د مالي پوهې لرل دي».




t