ورځ مو په مثبت ذهنیت پیل کړئ

ورځ مو په مثبت ذهنیت پیل کړئ

نن یوه ډېره په زړه پورې ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې زما د بریا لپاره پیدا شوې ده. د خپلې راتلونکې لپاره تلوار لرم او نن به له ډېرو ښو پېښو سره مخ شم او ښې لاسته راوړنې به ولرم.

ورځ مو د ستونزو پر یادونه مه پيلوئ. دې ته هم باید په تمه نه وی چې وګوری نننۍ ورځ ښه ده که بده؟

 کله چې سهار وختي له خوبه پورته کېږی، په اخبار کې منفي خبرونه مه لولئ او د هوا حالات هم مه ګورئ. ذهن مو په مثبت او سم لوري متمرکز کړئ. نن به ستاسې لپاره یوه ډېره په زړه پورې ورځ وي، خو په دې شرط چې ذهن مو په سم لوري رهبري کړی.

کېدای شي دښمن درته ووایي چې نن به څه بده او ناوړه ورځ وي. څومره ډېرې تېروتنې به درنه وشي. که مو دا ډول فکر وکړ، هغه ده چې هرڅه به مو پر خلاف ودرېږي. کېدای شي هوا خوند درنه کړي، په ښه موټر کې سپاره نه شی، په چوکۍ کې له ښه کس سره برابر نه شی او نورې بدې پېښې. په دې مانا چې ټوله ورځ به مو له خپګان څخه ډکه وي.

حميدالله حميدي




t