څوک ډېر مسمومېدلی شي؟

څوک ډېر مسمومېدلی شي؟

هر څوک کېدای شي چې مسموم شي. د شمېرو له مخې، هر انسان په ژوند کې یو ځل هرو مرو مسمومېږي.

 خو ډېری کسان بیا له دې پېښې سره ډېر مخ کېږي. ډاکټران وایي، هغه کسان چې د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری وي او یا هم کومه بله ناروغي ولري، ډېر ژر د غذایي مسمومیت ښکار کېږي.

امیدوارې مېرمنې تر بل هر چا ژر مسمومېږي، ځکه د بدن په میتابولېزم کې یې بدلون راځي او وینه یې ډېره د ګردش په حالت کې وي.

همدا راز، عمر خوړلي کسان له دې کبله چې د بدن دفاعي ځواک یې له باکټریاوو او ویروسونو سره د مقابلې توان نه لري، ډېر ژر مسمومېدلی شي. ماشومان بیا له دې کبله  ژر مسمومېږي چې د لویانو په پرتله یې د فاعي ځواک کمزوری وي او د بدن اوبه یې ژر کمېږي.

ډاکټران ستاسو حالت او هغو نښو نښانو ته په کتو چې لری یې، کولی شي تشخیص کړي چې مسموم شوي یاست؛ خو که غذایي مسمومیت شدید وي، بیا نو اړتیا ده چې د ناروغ وینه، استفراق او هغه خواړه معاینه شي چې خوړلي یې دي.

دغه راز، ډاکټران ډېر کله د غذایي مسمومیت پر مهال د ناروغ ادرار له دې کبله معاینه کوي، څو پوه شي چې د ناروغ د بدن اوبه په کوم حالت کې دي.

حميدالله حميدي




t