سنګاپور

سنګاپور

د دغه اسیايي هېواد د سړي سرکلني عاید کچه، د اروپا د څلورو غټو او پرمختللو هېوادونو له کلني عاید سره برابر ده.

حشمت الله نوري

سنګاپور د جنوب ختیځې آسیا د مالاکا د ټاپووزمې په وروستۍ برخه کې د مالیزیا او اندونیزیا ترمنځ د شمالي عرض البلدونو د یوې نیمې او ختیځ طول البلدونو د ۱۰۳ او ۱۰۴ درجو په منځ کې پروت دی، چې ټولټال یې  پراخوالی ۲۶۹۸ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۱۳م لوی هېواد دی.

د دغه هېواد شمال ته جوهور تنګی، جنوب ته د سنګاپور تنګی، ختیځ ته د ټایلنډ خلیج او لوېدیځ ته یې د مالاکا تنګی موقعیت لري.

د استوا کرښه د سنګاپور په جنوب کې تېریږي، له همدې امله د دغه هېواد هوا توده ده. له بلې خوا سنګاپور داسې یو ټاپوییز هېواد دی چې له څلورو خواوو څخه اوبو چاپېره کړی دی، چې همدا ځانګړی جغرافیايي موقعیت د دغه هېواد هوا لنده ساتي.

دغه هېواد د آسیا ډېر وړوکی خپلواک هېواد دی، چې څلورو خواوو ته یې اوبه دي. دغه هېواد له نیسون پرته نور غرونه او جګې غونډۍ نه لري. سنګاپور یو لوی او اووه کوچني ټاپوګان لري چې غټ ټاپو یې سنګاپور نومیږي.

د دغه هېواد پلازمېنه سنګاپور ښار دی او ټولټال یې نفوس څه کم شپږو میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۷۸۰۴ کسان ژوند کوي.

د دغه هېواد ۱۰۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او د قانون له مخې یې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلود حق لري.

تانجونګ، کاتونګ، سرانګون، نیسون او ودلندز د سنګاپور مهم او لوی ښارونه دي.

د سنګاپور د حکومت ډول پارلماني ولسواک جمهوریت دی. د سنګاپور اساسي قانون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۹ ز کال کې جوړ شوی دی. په ۱۹۶۵ ز کال په دغه قانون کې لږ بدلونونه راغلي او تر اوسه نافذ بلل کیږي. د دغه هېواد اوسنۍ ولسمشره حلیمه یعقوب نومیږي او لومړی وزیر یې لي اسن لونګ دی. په دغه هېواد کې ولسمشر د شپږو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې هغه څوک چې ګوند یا د ګوندونو ائتلاف یې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي، د ولسمشر لخوا د لومړي وزیر په توګه معرفي کیږي چې د هېواد ولسي جرګې ته مسوولیت لري.

 د سنګاپور د ولسي جرګې ۸۷ غړي د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۲۰ کاله او رایه ورکول پکې جبري دي.

د دغه هېواد حقوقي نظام پر انګلیسي قوانینو ولاړ دی. د سنګاپور لوړ قضایي ارګانونه ستره محکمه او د تمیز محکمه دي. د دغه هېواد قاضي القضات د لومړي وزیر په مشوره، د ولسمشر لخوا او نور قاضیان د قاضي القضات په مشوره، د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي.

د خلکو د عمل ګوند، د سنګاپور ولسواک ګوند، د ملي پیوستون ګوند او د سنګاپور د خلکو ګوند د دغه هېواد لوی او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

سنګاپور د ۱۹۶۵ ز کال د سپټمبر په یوویشتمه خپلواکي اخیستې او هر کال په دغه هېواد کې د اګست نهمه د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

سنګاپور د آزاد بازار داسې یو پرمختللی هېواد دی، چې د تولیداتو، خدماتو، مالي آسانتیاوو او نړیوالې سوداګرۍ پیاوړي سکټورونه لري. اداري فساد په دغه کمکي هېواد کې نشته او دغه ښېګڼې ډېری بهرني پانګه وال او شتمن خلک په سنګاپور کې پانګونې او ژوند ته هڅولي دي. د دغه هېواد د سړي سر کلني عاید د اروپا د څلورو غټو او پرمختللو هېوادونو له کلني عاید سره برابر دی.

 دسنګاپور د اقتصاد غټه برخه صادرات جوړوي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ ز کال پورې نړیوالو ستونزو د سنګاپور پر اقتصاد بده اغېزه وکړه. دغه هېواد ته د تلونکو سیلانیانو لپاره د الوتکو د ټکټونو، هوټلونو، رسټورانټونو، حمله موټرونو، سوغاتونو، هوساینې او تفریح لپاره د اسانتیاوو برابرولو د سنګاپور حکومت اړ کړ چې پر بهرنۍ سوداګرۍ او سیلانیانو باندې د خپل اقتصاد اتکا لږ کړي او د اقتصادي ثبات نوې لارې پیدا کړي، لکه د جنوب لوېدیځې آسیا د مالي چارو او ټکنالوژیکي پرمختګ پروژه، د بانکي ګټې کمول، په صادراتو کې ډېره تنوع، بانکي او اداري آسانتیاوې، د پانګه والو ډېر حقوقي او قانوني ملاتړ او داسې نور. دې هڅو په ۲۰۰۴ ز کال کې د سنګاپور اقتصادي پرمختګ ۸ سلنې ته لوړ کړ. اوس اوس سنګاپور په نړۍ کې ښه اقتصادي دریځ لري او د تولیداتو او خدماتو د تبادلې له نړیوالو مراکزو څخه شمارل کیږي.

برېښنایي توکي، د تېلو د برمه کولو وسایل، د تېلو چاڼ، د ربړ پروسس او ربړین شیان، خوراکي او څښاک توکي، سګرېټ، ټوکران، کاغذ، د لابراتوارونو عصري وسایل، د موټرو مونتاژ، سپک ماشین آلات، بېړۍ، سیمنټ، د بندرونو تاسیسات، کورني لوی ګلان او استهلاکي توکي د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.

د سنګاپور دوه سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، پنځه سلنه هغه یې ځنګلونو او پاتې نوره ښارونو او غرونو نیولې ده. د سنګاپور د غیر خالص کورني تولید په جوړښت کې د دغه هېواد د کرنې د سکټور ونډه په هېڅ حساب ده.

 ربړ، چای، وریجې، ګنۍ دانې، مېوې، سابه او غوښه د سنګاپور مهم کرنیز محصلات بلل کیږي.

امریکا، هانګ کانګ، جاپان، جنوبي کوریا، اندونیزیا، مالیزیا، اسټرالیا او چین د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي.

دغه هېواد اته هوایي ډګرونه لري چې ټول په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د سنګاپور د ټلیفون کود ۰۰۶۵ او د انترنېټ کود یې اس جي دی، چې ټولټال یې څلور میلیونه کسان لاسرسی ورته لري.

د سنګاپور د خپرونو دولتي شرکت اته ملي او سیمه ییزې ټلویزیوني شبکې لري. د مالیزیا او اندونیزیا ټلویزیوني خپرونې په سنګاپور کې په عادي انتنونو لیدل کیدای شي.

سنګاپور د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا یو پرمختللی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶-۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

په سانسګریټ ژبه کې د سنګاپور د اوسنۍ خاورې پخوانی نوم تماسک و. د سیندونو خلکو بیا وروسته دغه نوم سنګاپورا (د زمري ښار) ونوماوه. د سنګاپور اوسنی ښار په ۱۲۹۷ ز کال کې جوړ شوی، خو داسې پېښې پکې رامنځ ته شوې چې دغه ښار سل کاله وروسته وران کړي. سنګاپور په ۱۸۱۹ ز کال کې د انګلیسانو لاس ته ورغی، په لرې ختیځ کې له انګلیسانو سره سمندري اډه په کې جوړه شوه او تامس استا مفورد د انګلستان د ختیځ هند د کمپنۍ مرکزي دفتر په دغه ټاپو کې پرانیست. په ۱۸۲۴ ز کال کې د انګلستان د ختیځ هند کمپنۍ د سنګاپور ټاپو او شاوخوا ټاپوګي د مالایا او جوهور له سطان څخه په بیه واخیستل او شهزاده حسین یې د دغه سیمې د واکمن په توګه وټاکه. له دې وروسته دومره چینایي مهاجرین سنګاپور ته راغلل، چې د سیمې پخواني اوسیدونکي یې پر یوه لږ کې قوم بدل کړل.

په ۱۸۲۹ ز کال کې سنګاپور رسماً د انګلستان په سترواکۍ پورې وتړل شو. دغه حالت تر ۱۹۴۵ ز کال پورې دوام وکړ. په دویمه نړیواله جګړه کې جاپاني پوځونو پر سنګاپور یرغل وکړ او دغه هېواد یې ونیو او هغه په  زرګونو انګلیسي سرتېري یې چې په پوځي اډو کې میشت وو، یرغمل کړل. له جکړې وروسته سنګاپور د انګلستان د پاچایي دولت مستعمره شو.

په ۱۹۴۹ ز کال کې د سنګاپور د ښاروالیو ټاکنې وشوې، دغه ټاکنې چې یوازې انګلیسي ژبو په کې ګډون کولای شوای، د سنګاپور د کورواکۍ لومړنی ګام و. په ۱۹۵۹ ز کال کې سنګاپور کورواکي تر لاسه کړه، یو سیمه ییز دولت په کې جوړ شو او په ټاکنو کې چینایانو ته هم د برخې حق ورکړل شو. په دې ټاکنو کې د خلکو د عمل ګوند ډېرې رایې وګټلې او واک یې تر لاسه کړ.

د ۱۹۶۳ ز کال په سپټمبر کې سنګاپور د مالیزیا له فدراسیون سره یو ځای شو، خو د خلکو پرله پسې پاڅونونو او لاریونونو د هېواد خپلواکۍ ته ملا وتړله. سنګاپور د انګلستان د مشترک المنافعو هېوادونو له جرګې سره یو ځای شو او د ملګرو ملتونو په غړیتوب ومنل شو.

سنګاپور له خپلواکۍ اخیستو وروسته، ډېر ګړندی پرمختګ پیل کړ او په لرې ختیځ کې پر یوه ستر بندري ښار بدل شو. د سنګاپور د ۱۹۷۶ ز کال په ټاکنو کې بیا هم د خلکو عمل ګوند بریالی شو. د ۱۹۷۱ ز کال په ټاکنو کې ډاکټر بنیامین هنري شرز د ولسمشر په توګه وټاکل شو او سنګاپور له مالیزیا، اسټرالیا او انګلستان سره یو دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو اړیکو په کتاب کې د سنګاپور نوم نشته او داسې ښکاري چې د دې دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکي نشته، خو ځینې افغان تاجران سنګاپور ته ځي، هلته د فترونه لري او مالونه اخلي.

د کابل او سنګاپور ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۳:۳۰ ساعته دی.




t