د طالبانو بل مشر د پآکستانی پوځ روغتون کې مړ شو / سید عبدالله پآچا

د طالبانو بل مشر د پآکستانی پوځ روغتون کې مړ شو / سید عبدالله پآچا

د کویټې د کوچلاک په یو جومات کې د اګست په ۱۷مه نېټه چاودنه وشوه، د طالبانو مشر ملا هیبت الله د دې جومات خطیب و، کلونه یې دې جومات کې امامت کو او یو ځانمرګي د جمعې د لمانځه پرمهال دې جومات کې د طالبانو رهبري په نښه کړه.
که څه هم طالبانو پټه کړه چې ملا هیبت الله د چاودنې پرمهال جومات کې نه و او ورور یې په دې چاودنه کې وژل شوی او څور نور کسان ټپيان و، خو اوس مالومه شوه چې ملا هیبت الله په دې چاودنه کې سخت ټپي شوی و، د پاکستان د پوځ په یو روغتون کې تر درملنې لاندې و او څو ورځې مخکې یې ساه ورکړې ده.
د کره او موثقو سرچینو له قوله لیکلي ځینو رسنیو چې د طالبانو مشر د پاکستان په یوه پوځي روغتون کې چې کوېټې ښار ته نېږدې موقعیت لري د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د ملا هیبت الله د ټپي کیدو خبر د پاکستان حکومت ځکه پټ ساتلی و چې افغانستان کې د طالبانو په مورال باندې اغیز و نه کړي، له یوې خوا د سولې خبرې روانې وې او له بلې خوا ولسمشریزه ټاکنې وې او پاکستان نه غوښتل چې داسې وخت کې دا خبر خپور کړي چې ولسمشریزه ټاکنو ته چمتووالی روان و.
پاکستان پوځ او طالبانو دا خبر له دې کبله پټ وساته چې داسې نه شي د طالبانو تر منځ بیا د مشرۍ پر سر جنجال راپورته شي او جګړه کې تفرقه راپورته او د ولسمشرۍ ټاکنو پروسه بریالۍ شي، ځکه د پاکستان ټول تمرکز په ولسمشریزو ټاکنو و او داسې یو وخت کې د خبر خپرول د وسله والو طالبانو جنګیالیو کې جنجال راپورته کولی شو.
د کوچلاک په چاودنه کې وسله والو طالبانو د ملا هبت الله د کوچني ورور حافظ احمدالله او څلورو نورو د وژل کیدو او د شلو کسان د ټپي کیدو خبر ورکړی و او دا یې پټه کړې وه چې ملا هیبت الله هم جومات کې و او سخت ټپي شوی دی.
طالبانو د پاکستان په دستور هڅه کړې چې د ملا هبت الله مرګ د دوی د پخواني مشر ملا عمر د مرګ په څېر پټ وساتل شي، تر څو د طالبانو ډلې د پاشل کیدو مخه ونیول شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو وړاندې وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډیدو ګواښ کړی و، چې ځینو طالبانو بیا د دغه پرېکړې سره مخالفت ښودلی و او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی و چې د ټاکنو په وړاندې خنډ نه شي.
د ټاکنو په تړاو د وسله والو طالبانو دغه دوه ګونی دریځ په ډاګه کوي چې دوی په خپلمنځي اختلاف کې واقع دي او ریښتیا هم دغه ډلې خپل مشر له لاسه ورکړی دی.
طالبانو له خپلو جنګیالیو د ملا عمر خبر هم پټ ساتلی و او بیا څو میاشتې وروسته چې هغه خاورو ته سپارل شوی و، د خپل مشر خبر خپور کړ، دا خبر داسې مهال خپور شو چې ملا منصور باندې ای ایس ای پریکړه کړې وه چې مشري وکړي، ملا منصور ای ایس ای ته وفاداره کس و.
کله چې ملا منصور د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو، پاکستان بیا د یو بل مشر په لټه کې شو او ملا هیبت الله یې د طالب جنګیالیو د قومندانانو له مشورې پرته پرې مشر وټاکه چې جنجالونه پرې هم راپورته شول.
پاکستان اوس د ملا هیبت الله له مړینې وروسته د یو بل داسې کس په لټه کې ده چې د پاکستان ګټو ته وفاداره وي، دا مشر به هم د جنګي طالبانو په خوښه نه وي او هغه څوک به مشر کیږي چې د پاکستان څارګره اداره یې وغواړي.
تراوسه طالبان او پاکستان د بل مشر په ټاکلو هوکړې ته نه دي رسیدلي، نو ځکه د هیبت الله د مړینې خبر نه تاییدوي.

یادونه: د لیکوال لیکنه د ټاټوبي نیوز د نظر څرګندونه نه کوي.




t