یوه ورځ او څو یادښتونه| محمدنعمان دوست

یوه ورځ او څو یادښتونه| محمدنعمان دوست

پلخشتي جومات ته څيرمه ژیړه سراچه د سورلیو په تمه ولاړه وه. د کابل له سینده ،چې یو وخت د ښکلا نمونه و، خوسا بویونه رالټیدل. دې بویونو زموږ د ټیټ فرهنګ او د حکومتونو د تمبلۍ کیسې کولې. زه باید همدې سراچه کې پلچرخي ته تللی وای او هلته د جلال اباد موټر ته ختلی وای. تیر ځل مې رایه همدې ښار کې کارولې وه او باید د ادارو د ناسمې پریکړې له مخې بیرته هملته ته تللی وای. که څه هم د انتخاباتو د قانون له مخې ولسشمرۍ ټاکنو ته ټول هیواد یوه حوزه ده.

ماسپښین دوه بجې وې، موټر کې ګرمي وه. یوه شیبه پکې یوازې ناست وم. ځان راته مغروره ښکاره شو؛ دا ځکه چې د یوې رایې لپاره مې ۱۵۰ کیلومټره واټن وهلو ته موزې پښو کړې وې. لږ وروسته یو ځوان راغی. کیناست او ویل یې: که پیسې راسره وای، نو موټر مې دربس نیوه. ما ویل خیریت دی؟ ولې وارخطا یې؟ ځوان آن له میدانښاره په دې غریبۍ کې د رایې لپاره جلال اباد ته روان و. ویل یې ځم چې څلور وروڼه او پنځه میرمنې سبا رایې ورکونې مرکز ته بوځم. دې څرګندونو زما غرور مات کړ او دی راته له ځانه ډير میړنی او با احساسه وه ایسیده.

د رایې ورځ

د رایې په مرکزونو د بریدونو ګواښونه و، چیرته چې یې وس ورسیده تر سره یې کړل او خپل هیوادوال یې په وینو ولړل. ګواښوونکيو داسې ګڼله چې ګوندې د دې وطن خیر یوازې د خپلو خلکو وژلو ته په پلمو لټولو کې دی. ما ویل خدای خبر که څوک رای ورکونې ته زړه ښه کړي. په سړک کې له یوې میرمنې سره مخ شوم. کمزورې وه، په یوه لاس کې یې لکړه نیولې وه او بل لاس کې کاغذ. ما ویل که دا مور ناروغه ده، نسخه ورسره ده او د درملتون په لټه ده. ور نږدې شوم، هغې سره تذکره وه او د رایې ورکونې لپاره روانه وه. وروسته جوپې جوپې نور نارینه او ښځینه هم تذکرې په لاس راروان و.

د رایې محل کې لستونه و. دې لستونو ځینې خلک سرګردانه کړي و. په تذکرو به یې سټیکر و؛ خو لیست کې به د نوم درک نه و. کتار کې ودریدم او رایه مې د خپلې خوښې کاندید ته وکاروله.

نه ویریدونکی ولس

فیسبوک ته مې سر ورښکاره راکړ. له عجیبه تصویرونو سره مخ شوم. لکه ټول چې نړیوال اتلان وي او لکه ټولو چې په خپل همت دښمنانو ته ماته ورکړي وي. د هر یوه په لیدلو راته د شهید قهار عاصي دا بیت را یادیده: (( به خانه خانه رستمی ، به خانه خانه آرشی- برای روز امتحان، دلاور کمان کشی…))

یو سړي یوه رنګ کړې ګوته او بله د اشغالګرو پر ضد د جنګیدونکیوو مبارزینو په چاړه پرې کړې ګوته نیولې وه او په دې توګه یې له هغوی د ترسره کړي وحشت کسات اخیسته. بل بوډا د ویلچر په مرسته راروان و او بل شل په څکیدو څکیدو د رایې لپاره په حرکت کې و. دې عکسونو یو غرور را وباښه او هم مې له هغو دلالانو او مفسدینو نفرت وشو چې د دغه شان خلکو په رایو هم سوداګري کوي، توهین یې کوي او ارمانونه یې خاورې کوي.

د خلکو مجبوریت او که له ماضي خراج اخیستل

د معیوبو او بوډاګانو رایې کارونې عجیب سوالونه رامنځ ته کول. دوی له هیڅ کاندید سره نه پیژندل او نه ورته د هیڅ کاندید شخصي ګټه رسیدلې وه؛ خو دوی بیا هم د هغوی په ټاکنو کې ونډه اخیسته. دا ځکه چې دوی له خپلې سپیرې ماضي کسات اخیسته. دوی ته هغه وختونه په یادیدل چې د ګران وطن حکومتونه په راولپنډۍ کې د پنجابي جنرالانو تر حکم او فرمایش لاندې جوړیدل او ولس په کې هیڅ د اظهار نظر حق نه درلود. دوی پوهیدل چې په خپلو رایو کمزوری مشر ټاکل له هغه مشره ډير معظم او د درناوی وړ دی چې بل هیواد کې ټاکل کیږي او…

خپل فعالیت او د نورو بریدونه 

هر بالغ او عاقل انسان حق لري چې د خپل مشر په ټاکلو کې ونډه واخلي. ما شکر دا دواړه شرایط پوره کړي و او د همدوی په صدقه کې مې رایه کاروله. زه د کمپاین له دفتر سره هیڅ رابطه نلرم او نه مې دا رسمي دنده وه چې خلک رایې او یا د مشخص کاندید ملاتړ ته وهڅوم. دا زما خپله علاقه وه او دا ځکه چې زه پوهیدم چې راتلونکی ولسمشر به د همدې ۱۸ کاندیدانو له ډلې څخه وي. هیڅ انسان په تول پوره نه وي، نو ځکه نسبي قضاوت په کار دی. زه پوهیدم چې اصلي لوبه د دوه کاندیدانو تر منځ ده. دا نور هسې فرعي کرکټرونه دي چې لومړنیو صحنو کې به پناه کیږي. د دوو کسانو ترمنځ ماته خپل کاندید غوره ښکاریده، دا د افغانستان مسئله وه، دا د یوه نسل د پنځه کلن برخلیک مسئله وه. په همدې اساس ما ځان ته دا حق ورکړی و چې د خپل کاندید ملاتړ ته خلک راوبولم. که څه هم په شخصي توګه یې یوه افغانۍ خیر نه دی رارسیدلی. خو خبره د شخصي خیر نه، بلکې د جمعې خیر ده. پاتې شوه دنده. نو دا خو د هر افغان حق ده. ګوډ مات تحصیل مې کړی. که هر دولت راځي دنده مې حق ده. نو زه خو نه اختطاف کولای شم،نه قتل کولای شم، نه د چا کور ته اوښتلی شم، نه د تورو استخباراتي ادارو اجورې ته ناست یم. او متاسفانه چې نه مې کوم کسب زده دی. ایا زه حق نلرم چې یوه رسمي دنده ولرم؟

په دې ورځو کې له سختو فیسبوکي بریدونو لاندې راغلم، د هغو اعمالو نسبت هم راته وشو او د ملامتۍ ګوته راته ونیول شوه چې زه ورسره هیڅ تړاو نلرم او نه مې د مسوولیت ساحه ده. زه هم په دفاعي حالت کې وم، کله رانه افراط وشو. کله رانه څوک خپه شول او له تاسې به یې څه پټوم، ګڼ بې ادبه مې بلاک هم کړل او…

بعدي مسوولیت

د نوي ولسمشر له ټاکلو وروسته زموږ مسوولیت تغییر کوي. زموږ ټول تمرکز باید په سوله وي او د قانون ناقضینو پر وړاندې به سنګر نیسو.

ولې سوله؟

زه ماشومتوب کې د پلار له سیوري محروم شوی یم. ما د پلار مینه نه ده لیدلې. یوازې د هغه د ژوند وروستۍ لحظې راته خال خال یاديږي. زما مرحومه او قانع مور دې خدای وبخښي، په خپل مدیریت او حُسن خُلق یې د پلار تشې احساسولو ته پرینښودم؛ خو د دې تشې پوره ډکول هم اسانه خبره نه وه.

ښه مې یادیږي: زه له ګاونډیو سره ګډ ښوونځي ته تللم. سهار به له هغوی سره پلار تر سړک راووته او بیا به یې ورته په غصه ویل: سیده به ښوونځي ته ځئ، لاره کې به جنګ نه کوئ. زه به دا مهال د دیواله خواته غلی ودریدم. ساه به مې تنګه شوه. سترګې به مې ډکې شوې او ځان سره به مې ویل: کاش پلار مې ژوندی وای او اوس ماته هم غصه شوی وای! های، ما چې د پلار د غصې ارمان کاوه نو د مینې به یې څه حال و؛ خو دا هر څه مې کوچني زړه کې لکه سکروټې تازه ساتل.

تاسو څه خبر یئ، چې هره ورځ څومره پلرونه د وحشي جګړې له ستوني تیریږي، د هغوی د تنکیو ماشومانو به څه حال وي؟ هغوی چې یواځنی رزق ګټوونکی یې پلار وي، د هغوی به څه حال وي؟ د هغو تازه کونډو شویو میرمنو به څه حال وي چې له کوره بیرون ځای یې په سترګو نه دی لیدلی؟ د هغو کونډو به څه حال وي چې د لومړي ځل لپاره د خپلو وږو اولادونو مړولو لپاره په خپل غرور پښه ږدي او د سوال لاس غځوي او…

دلته جګړه ده، جګړه کې یوازې ژوندي جنګیالي ارزښت لري. تاسو به هیڅ نه وي لیدلي چې د امنیتي ځواکونو مشران او یا ملا هبت الله د خپلو وژل شویو جنګیالیو د کونډو او یتیمانو پوښتنه کړي وي او لږ تر لږه د کوچنیو ماشومانو پر سرونو یې د ترحم لاس را کاږلی وي.

د نوې جګړې اور دا دی نږدې شل کلن شو. خو څه وشول؟ طالب محوه شو، نه. نظام ړنګ شو، نه. سپینه ماڼۍ فتح شوه؟ نه. یو شی وشو او هغه دا چې زموږ هدیرې ډکې شوې. د کونډو شمیر لوړ شو، د سوالګرو شمیر لوړ شو. غریب او وروسته پاتې وطن ړنګ بنګ شو. سړکونه ژیړو بوشکو په بل مخ واړول. پلونه او پولګوټي ړنګ شول. ښوونځي وسوزیدل. شنه کلي بمبار شول، مېنې سپیرې شوې او… خو اخر تر کله؟

دا ډيره شرموونکې ده چې نوره نړۍ، حتی ګاونډی هیوادونه دې ارام وي. خلک دې په ډاډه زړه ژوند کوي او موږ دې په لمبو کې سوزو. د نورو ماشومان دې ښونځیو ته ځي او زموږ ماشومان دې له کتابونو سره په اور کې پراته وي.

د همدې تراژیدۍ د پای لپاره باید لاس په کار شو. په خپل ټول وس له مدني لارو فشار راوړو او هغه ټوپکونه مات کړو چې د خپلو خلکو سینې پرې غلبیلیږي. هغه ماینونه شنډ کړو چې زموږ هر دم شهید وطن ړنګوي او…

هو،

د همدې لپاره کار زموږ ګډ مسوولیت دی. نور بس دی. نور نشو زغملی چې د اردو، پولیس، طالب په نوم زموږ ګل ګل ځوانان خاورې ایرې شي. نور دا وحشت پای غواړي او دا پای به موږ ورکوو.

محمد نعمان دوست، ۱۳۹۸ د تلې اتمه




t