ننګرهار:د درو ولایتونو په کچه د نابینایانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

ننګرهار:د درو ولایتونو په کچه د نابینایانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

په خیتځ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لوري د ننګرهار،کونړ او بلخ ولایتونو د نابینایانو کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزې سیالۍ نن د غويي په ۵مه د دې ولایت په کار او ټولنیزو چارو ریاست کې پیل شوې .
ننګرهار کې د سويډن کمیټې غړی او د نابینایانو د ټولنې مسول فضل الغني بشردوست وایي، د کرکټ پیل شوي سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي او له سیالیو جوړیدو څخه یې موخه د هیواد د نابینایانو ترمنځ یوالی رامنځته کول او دوی ته د حکومت او خلکو پام اړول دي.
هغه زیاتوي،د یادو سیالیو لپاره یې ټول امکانات برابر کړي،خو له کرکټ بورډ یې ګیله وکړه،چې تراوسه یې ورته په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده کړې.
نوموړی وایي، هڅه کوو،چې په هیواد کې د نابینایانو داسې لوبډله جوړه کړي،تر څو د شوې ژمنې له مخې د ۲۰۲۰ کال د نابینایانو په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي .
د فریدون په نوم د کونړ لوبډلې یو لوبغاړي وویل دوئ ځانګړی شرنګیدونکی بال لري چې د غږ په واسط یې په نښه کوي،هغه خوښي وښوده چې په ټولنه کې ورته اوس په درنه سترګه کتل کیږي او د یوه ښه لوبغاړي په نوم پیژندل کیږي.
دا دوهم ځل دی چې د ختیځو ولایتونو سربیره د نورو ولایتونو د نابینایانو د کرکټ لوبډلې سره لوبه کوي .
تیر کال د دې سیالیو اتلولي د کونړ نابینایانو لوبډلې په خپل نوم کړې وه.




تبصره وکړئ

avatar
t