۱۷ کاله تښېته خو بیا هم زندان

۱۷ کاله تښېته خو بیا هم زندان

یو ۶۳ کلن چینايي چې جرم يې د ماشومانو او ښځو قاچاق وو په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ونیول شو او زندان ته ولویده خو له هغه وروسته سړی وتښتېده
هغه ۱۷ کاله په یوه ډېر کوچني غار کې له انسانانو سره تر راکړې ورکړې پرته اوسېده
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دوی د دغه کس پټنځی وموندلی سو چې د چین په سوېل لوېدیځ یوننان ښار کې غره ته څېرمه و.
په پای کې، بې پیلوټه الوتکو د یوې لویې ډبرې په څنګ کې د ابي رنګه فلزي ټوټې او له ژیانګ سره د نورو شیانو انځورونه خپاره کړل.
پولیس د ځمکې له لارې هلته ولاړل او سنګ ژیانګ یې په یوه کوچني غار کې وموندل.
د پولیسو په وینا، ښاغلی ژیانګ له دې کبله چې ډېره موده له خلکو ګوښه شو، چې له پولیسو او یا نورو کسانو سره له اړیکې نیولو بې برخې و.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، دغه کس د اوبو له بند نه د اوبو راوړلو لپاره له پلاستیکي بېټریو او د اور بلولو لپاره د ونو له لرګیو ګټه اخیستله.




t