د شاه رخ خان هم هم شکله پیدا سوی دی

د شاه رخ خان هم هم شکله پیدا سوی دی

که څه هم په بالیووډ کي د زیاترو سېنمايي ستورو هم شکله پیدا سوي دي، خو د شاه رخ خان هم شکله پیداکیدو د هند په ټولنیزو شبکو کي غوغا جوړه کړي ده. په ټولنیزو شبکو کي د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری شاه رخ خان هم شکله پیدا سوي دي چي د هغه مینوال يي حیران کړي دي.

پراسټګرام د اردون د یو اوسیدونکی اکرم العیساوی عکسونو خپریدو په هند کي ځکه غوغا جوړه کړي ده، چي اکرم العیساوی کټ مټ د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری شاه رخ خان په شان دي. حتا د بالیووډ د نوموتي ستوری شاه رخ خان مینوال وايي، دا عکس خپله د شاه رخ خان او یا يي د غبرګولي ورور دي.

هندي رسنۍ وايي، د بالیووډ سېنما مینوال اوس هم هیڅ باور نه کوي، چي د شاه رخ خان هم شکله شخص دي د اردون یو اوسیدونکی وي، ویل کيږي چي نوموړی شخص هم خبر سوي دي چي د هغه څیره او انداز کټ مټ د بالیووډ یو مشهور ستوری ته ورته دي. اکرم العیساوی په اردون کي یو تکړه نقاش دي.

د بالیووډ د نورو ستورو ترڅنګ د سلمان خان هم شکله هم سته

هندي رسنۍ وايي، شاه رخ خان د یاد شخص په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړي، خو وايي شاید له هغه سره وګوري. پاته دي نه وي، چي د بالیووډ د نورو ستورو لکه سلمان خان، انوشکا شرما او کترینا کیف هم شکله هم پیدا سوي دي. همداراز د سلمان خان هم شکله یو افغاني دی.



اردون بالیووډ فلمي نړۍ
t