په غير قانوني او قاچاقي لارو کډوالۍ حکم او د غير قانوني کډوالۍ د کاروبار حکم

په غير قانوني او قاچاقي لارو کډوالۍ حکم او د غير قانوني کډوالۍ د کاروبار حکم

دا چې نن ورځ په نړۍ کې د غير قانوني او قاچاقي لارو څخه کډوالي صورت نيسي او دغه کډوالي ګڼ شمير مفاسد له ځانه سره لري او د دغې کډوالۍ مساعدوونکي اشخاص د خپلو مادي ګټو دلاسته راوړلو لپاره غريب او بې وزله اشخاصو ته دوکه ورکوي او په ناقانونه لارو يې قاچاق کوي نو پکار ده چې د دغه حالت حکم هم څرګند شي.
د ليبيا دار الافتاء ته د غير قانوني کډوالۍ په اړوند يوه استفتاء وړاندې کيږي چې پدغه استفتاء کې د غير قانوني مهاجرينو او د غير قانوني کډوالۍ د کاروباريانو په اړوند پوښتنه کوي او په نتيجه کې نوموړی دار الافتاء په دغه اړوند يوه مستنده او جامع فتوی صادروي چې لنډيز يې دلته لوستلی شئ :
دغه کړنه ـ لکه څنګه چې څرګنده ده ـ ګڼ شمير مفاسد لري ، شرعا حرام او ډير لوی ضرر پکې نغښتی ، خاص ضرر غير قانوني مهاجر ته او عام ضرر يې هېواد ته دی.
خاص ضرر د انسانانو ژوند ته متوجه دی چې د انسان روحونه پکې له منځه ځي ؛ د فقر او غربت له کبله غولول کيږي او د بحر له لارې اروپا ته ليږدول کيږي ، پدې کار سره د انسانانو ژوند او مال دواړه په خطر کې لويږي ، لوټل کيږي ؛ اختطاف کيږي او وژل کيږي.
کوم کسان چې د دغه غير قانوني کډوالۍ کاروبار کوي د مال لاس ته راوړلو لپاره د انسانانو د قتل باعث جوړيږي د دوی دغه کړنه حرامه ده ، ځکه الله عزوجل فرمايي : وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ المائدة / ۲
ژباړه : كوم كارونه چې د نيكۍ او خداى پالنې دي په هغو كښې له ټولو سره مرسته وكړئ او كوم كارونه چې د ګناه او تيري وي په هغوكښې د هېچا ملاتړ مه كوئ.
او همدارنګه فرمايي : مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ المائدة / ۳۲
ژباړه : چاچې يو انسان دوينې له بدلې يا په ځمكه كښې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه داسې وګڼه لكه چې هغه ټول انسانان ووژل او چاچې څوك له مرګه وژغوره داسې وګڼه لكه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه’؛ خو د هغو حال دادى چې هغو ته زمونږ پېغمبران پرله پسې له روښانه څرګندو لار ښودنو سره راغلل سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمكه كښې زياتى كوونكي دي.
او هغه اشخاص چې له غير قانوني لارو هجرت کوي د دوی دغه کار هم حرام دی ، ځکه دوی په خپله ځان د قتل خولۍ ته غورځوي او الله عزوجل فرمايي : وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا النساء / ۲۹
ژباړه : او خپل ځانونه مه وژنئ باور ولرئ چې الله پر تاسې مهربان دى.
دا عمل داسې يو مفسد عمل دی چې ټولو خلکو باندې لازم ده چې د دغه فساد د مخنوي لپاره کار وکړي
دار الافتاء الليبية (۲۰۱۵) المتاجرة في الهجرة غير الشرعية ، (https://ifta.ly) ، ( د نشر تاريخ ۱۱ / ۵ / ۲۰۱۵ )

مولانا لطیف قمري



اسلام حکم قمري
t