لغمان کې د شپږو میاشتو لپاره ۱۷۰۰کسانو ته کاري زمینه برابره شوه

لغمان کې د شپږو میاشتو لپاره ۱۷۰۰کسانو ته کاري زمینه برابره شوه

په لغمان ولایت کې د نړيوال خوراکي توکو پروګرام له لوري په مختلفو پروژو کې ۱۷۰۰ کسانو ته د شپږو مياشتو لپاره د کار زمينه برابره شوه.

د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس انجينر امان الله مياخېل د معلوماتو له مخې د لغمان په مرکز او پنځه ګونو ولسواليو کې د نړيوال خوارکي توکو سازمان (WFP) په مالي لګښت ۱۲ پروژې شروع شوي، چې د شپږو مياشتو په جريان کې به پای ته ورسېږي.

نوموړي وویل:

«په يادو دولسو پروژو کې فرعي سړکونو بيا رغونه، استنادي دېوالونه او د اوبو واشونه شامل دي، چې ۱۷۹۹ کسانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.»

د لغمان د مطبوعاتو دفتر وايي، مياخېل زياتوي هر کاریګر ته په میاشت کې د ياد پروګرام د نورم مطابق ۱۰۰ کيلو وړه، ۱۶ کيلو دال، ۷.۵ ليتره غوړي، ۱.۵ کيلو حلوا او يو پاکټ مالګه ورکول کېږي.

نوموړی وویل تر دا مهاله د يادو پروژ ۳ مياشتې کاري پروسه پای ته رسېدلې او د هرې مياشتې غذايي توکي هرې کورنې ته ورکړل شوي.

مياخېل وړاندې وايي يادې پروژې او مرستې د کيلو د بيا رغونې او پراختيا وزارت او د خوراک نړيوال سازمان ترمنځ دپنځه کلن تړون پر اساس ترسره کېږي.

ده د خوراکي توکو (WFP) سازمان څخه مننه وکړه، چې تل يې د کليو د بیا رغونې او پراختيا رياست سره خپلې ژمنې پر وخت ترسره کړي.

په ورته مهال د يادې سيمې اوسېدوونکو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست ترڅنګ د خوراکي توکيو (WFP) سامان له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې دوی ته يې د يادو پروژو په شروع کېدو سره د کار زمينه برابره کړه.

دوی ټولو په يو غږ له دواړو ادارو څخه په راتلوونکي کې هم دې ته ورته د نورو پروژو د پيل غوښتنه وکړه، ترڅو د سيمې د خلکو ستونزې راکمې شي.



اقتصاد خبرونه رغوونه لغمان مرسته
t