د اروپايي ټولنې د غړيتوب لپاره اوکراين نوی پلان اعلان کړی

د اروپايي ټولنې د غړيتوب لپاره اوکراين نوی پلان اعلان کړی

د اوکراين صدر اعظم وايي، په اروپايي ټولنه کې يې د غړيتوب لپاره نوی پنځه کلن پرمختيايي پلان جوړ کړی دی.

الکسي هونچاروک ويلي دي، په دې پلان کې د اوکراين دفاعي، بشري، اقتصادي پرمختګ تر هغه حد لوړيږي چې اروپايي ټولنه کې د غړيتوب معيار وي.

د اوکراین صدراعظم، پرون د سپټمبر په ۳۰مه، ژمنه وکړه چې په دوامدار ډول به پر ساینسي، معارف او فرهنګي چارو پانګونه کوي او خلکوته به په لوړ کیفیت د ژوند زمینه برابروي.




t