د جلال اباد ښار د داخلي سړکونو د جوړولو په ګډون د ۱۶ تدارکاتي مواردو منظوري

د جلال اباد ښار د داخلي سړکونو د جوړولو په ګډون د ۱۶ تدارکاتي مواردو منظوري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس الهام عمر هوتکي ملي تدارکاتو کمېسیون ته د ۱۳۹۸مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او وې ویل، په دغه موده کې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۸۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۱۳ تدارکاتي موارد ارزولي چې د ۱۳۹۷ مالي کال د لومړۍ نیمایي په پرتله دغه کمېسیون له ۷۰ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۳۴ تدارکاتي موارد ارزولي چې مثبت توپیر په ډاګه کوي.

وروسته د اجنډا مطابق ۱۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۸۳۵ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۶ مورده منظور کړل.

«دغه راز کابل ښاروالۍ د چوکاټي قرارداد پر بنسټ په درې لاټونو کې د ساختماني موادو د تدارک پروژې او ملي سټنډرډ ادارې د هیواد په بندرونو کې د نفتي موادو او مایع ګازو د کیفیت او کمیت د ارزولو لپاره د طرزالعمل په اړه غوښتنې وکړې چې ملي تدارکاتو کمېسیون د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره یادو بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې.»

ملي تدارکاتو کمېسیون د هرات ولایت له ګلران ولسوالۍ څخه تر رباط سنګي پورې د ۱۰ کیلو متر اوږد سړک پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت غوښتنه له هراړخیزې ارزونې وروسته هغه داوطلب ته چې وړ بیه یې وړاندې کړې وه، دغه پروژه منظور کړه.

«سربېره پر دې دغه وزارت له ګردن دېوال څخه تر چغچران پورې د پاتې ۴۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارو پروژې په اړه خپله غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې ملي تدارکاتو کمېسیون له بحث او غور وروسته مالیې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارله چې یاده پروژه وارزوي او راپور یې کمېسیون ته وړاندې کړي.»

په همدې حال کې د غزنې ولایت اړوند له جاغوري څخه تر قره باغ پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو په اړه د ترانسپورټ وزارت غوښتنه د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه.

د غونډې په بله برخه کې کورنیو چارو وزارت د افغانستان د تجارت پېشه ښځو د فدراسیون په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وکړه چې په اړه یې هراړخیزې لارښوونې وشوې.

همدارنګه په دغه غونډه کې د کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښونو د تحقق پر راپور بحث وشو چې د تائید وړ وګرځېد.

د غونډې په پای کې په کابل ولایت کې د مرغګیران کلي د قير سړک د بیارغاونې او جوړولو پروژې د قرارداد د تعدیل (د قرارداد د مودې د غځولو) د منظورۍ، د ترانسپورټ وزارت اړوند له ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک د مشورتي خدمتونو د قرارداد د تعدیل (د مودې د تمدید) د منظورۍ او د مالیې وزارت اړوند د هیواد په ۲۸ ګمرکي سایټونو کې د اسیکوډا چارو د پرمخ بېولو لپاره د انټرنیټي خدمتونو پروژې د تعدیل (د بیې په زیاتولو د مودې تمدید) د منظورۍ غوښتنې هم کمېسیون تائید کړې.




t