ايران: که سعودي خپل چلند بدل کړي هرکلی يې کوو

ايران: که سعودي خپل چلند بدل کړي هرکلی يې کوو

ايران د سعودي په اړه نوې څرګندونې کړې دي او ويلي يې دي که سعودي عربستان خپل چلند کې نرمي راولي نو هرکلی يې کوي.

د ايران د ولسمشر وياند علي ربيعي خبريالانو ته ويلي دي، سعودي عربستان د چلند د بدلون په لټه کې دی چې له دې ګام يې ايران هرکلی کوي.

نوموړي د سعودي عربستان د پیغام جزئیات نه‌دي ښودلي.

نوموړي زیاته کړه چې د هرمز د سولې پلان برخه هم د سعودي عربستان په څېر ګاونډیو سره تطبیق کېدای شي، نو ایران د دې پروسې هرکلی کوي.




t