د روباټونو يوه کمپنۍ ديواليه شوې

د روباټونو يوه کمپنۍ ديواليه شوې

په ټوله نړۍ کې اوس په ساينسي برخه کې لوی انقلاب رامنځته شو، تخنيک داسې چارې وکړې چې انسانان ورته هک پک دي.

د روباټونو خبرونه او په دغه برخې څېړنې لا هم تودې او هېښوونکي دي، خو داسې يو روباټ ليلامي شو چې په پور جوړ شوی دی.

د کیک سټارټر په نوم د روبوټ جوړولو یوې کمپنۍ د ۱۵ ټنو په اندازه روبوټ جوړ کړی چې د نړۍ تر ټولو پیاوړی هغه بلل کېږي.

دا کمپنۍ چې اوس دېوالیه کېدو ته نږدې شوې دا روبوټ یې ليلام ته هم وړاندې کړی دی او د لوېديځو رسنیو د مالوماتو له مخې، لوړوالی یې ۱۳ فوټه دی.

رسنۍ لیکي په ليلام کې د دې روبوټ بیه له ۱۷زرو ډالرو پیل شوې وه، خو اوس ۵۰ زرو ډالرو ته رسېدلې ده.




t