کرېکټ؛ بُست لوبډلې د شپږیزې سیالیو لپاره چمتووالی پیل کړ

کرېکټ؛ بُست لوبډلې د شپږیزې سیالیو لپاره چمتووالی پیل کړ

کرېکټ بورډ وايي، د بُست ساتونکیو لوبډلې د شپږیزې کرېکټ لیګ د شپږم پړاو لوبو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

ټاکل شوې د شپږیزې کرېکټ لیګ د شپږم پړاو سیالۍ د اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر اتلسمې پورې دوام وکړي.

کرېکټ بورډ مخکې ډاډ ورکړی و چې د سږ کال شپږیزې سیالۍ به په متفاوت ډول او ښه کیفیت سره مینه‌والو ته وړاندې کړي چې په همدې موخه یې د ژوندي بهیر د خپرولو لپاره له ملي ټلوېزیون سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

په یادو سیالیو کې د بُست تر څنګ، بندامیر، مس عینک، امو، کابل بازان او سپین‌غر لوبډلې لوبه کوي چې د وروستیو سیالیو جام د بندامیر ښاماران ښامارانو پورته کړی و.




t