ولسمشر غني: امنيتي ځواکونو د خاورې او خلکو ساتونکي دي

ولسمشر غني: امنيتي ځواکونو د خاورې او خلکو ساتونکي دي

جمهوررئیس غني: امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان ساتونکي دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پټۍ په پرېکولو سره د ډاکترسهیلا صدیق نسایي ولادي روغتون چې د ملي اردو د منسوبینو کورنیو ته د ډاډمنو خدمتونو وړاندې کولو لپاره جوړ شوی، پرانیست.

په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو په شهید محمد داوودخان روغتون کې جوړ شوي وو او د هیواد لومړۍ مېرمن او د ملي دفاع او عامې روغتیا وزارتونو یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود، لومړی د شهید محمد داوودخان روغتون قوماندان عبدالرزاق سیاووش د وسله وال پوځ منسوبینو ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه وې ویل، دغه روغتون د ایټالیا دولت له بودجې د څلورنیم میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی او نوي تشخیصي او معالجوي تجهیزات لري.

وروسته د عامې روغتیا وزارت معینې مېرمن ماموسۍ زېور د ښځو د وضعیت ښه والي ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او ښځو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه یې معلومات ورکړل.

ورپسې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري د ډاکتر سهیلا صدیق نسایي ولادي روغتون د پرانیستې د مبارکۍ ترڅنګ، د ټاکنو ملي پروسه کې د افغانستان د دښمنانو د شومو پلانونو د خنثی کولو په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني پخپلو خبرو کې، د شهید محمد داوودخان روغتون له قوماندان څخه د ډاکترسهیلا صدیق په نوم د نسایي ولادي روغتون د نومولو له امله مننه وکړه او هغه یې د هیواد خدمتګاره او هیوادپاله لور وبلله. جمهوررئیس وویل، دغه نومونه د ډاکتر سهیلا صدیق بېسارو خدمتونو ته د درناوي کوچنۍ بېلګه ده.

جمهوررئیس غني وویل، دوه نیم کاله وړاندې مو د یاد نسایي ولادي روغتون جوړېدو په اړه خبرې کړې وې او نن خوشاله یوو چې د ایټالیا په همکارۍ بشپړ شو.

جمهوررئیس وویل، په تېر کې د شهید محمد داوودخان روغتون د اداري فساد او ناروغانو ته د نه پاملرنې یوه بېلګه وه، خو اوس یې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو له امله د خلکو او امنیتي ځواکونو اساسي باور جلب کړی دی.

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان څرګنده کړه، هغو ټپیانو ته د رسېدنې لپاره چې ژوره روحي او فزیکي صدمه ویني، د یوه لوی روغتون د جوړېدو کار روان دی.

جمهوررئیس غني همداراز په دې مراسمو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ قوت د نظام او خلکو ساتنه کوي.

هغه زیاته کړه: پخپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړم چې په یوه کال کې یې د دښمنانو د بریدونو څلور لویې څپې وځپلې او ناکامې یې کړې او تاسو د وسله وال پوځ منسوبینو ویاړ او حماسې راوړې او د دې هیواد رضاکاره بچیان یاست.

جمهوررئیس وویل، د جمهوري ریاست ټاکنې یوه حماسه وه او زموږ ۷۵ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو مسوولینو په رهبرۍ د ټاکنو امنیت ټینګ کړ او ان د ولسي جرګې او جمهوري ریاست په ټاکنو کې له هغوی څخه یو شکایت هم نه دی ثبت شوی.

جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونه د اساسي قانون، ملي ارزښتونو او د هیواد د خپلواکۍ ساتونکي وبلل او زیاته یې کړه، دغو ځواکونو په بشپړې بې طرفۍ د ټاکنو ملي پروسې امنیت تامین کړ.

جمهوررئیس غني: «افغان ملت ته د دې ټاکنو مبارکي وایم. اوس د حوصلې وخت دی او د قانون مطابق کمېسیونونه قانوني صلاحیت او مسئولیت لري چې پایلې وشمېري او معلومات یې خلکو ته ورسوي.»

هغه ټینګار وکړ چې جمهوریت تر پوښتنې لاندې نه دی او د خلکو د ارادې پر اساس به د افغانستان اسلامي جمهوري نظام دوام مومي.




t