غاښونه ولې خرابېږي؟

غاښونه ولې خرابېږي؟

داکتره محمدنسيم زيار

روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نسي، د غاښو توروالی ياCaries په لومړي وخت کې درملنه ونسي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.
د غاښو د خرابيدو ډير عوامل سته، خو یو څو کسان فکر نه ورته کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښو د خرابوالي سبب ګرځي، ځينې يې دا دي؛

نشه‌یي توکي
نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه‌یي توکي د غاښو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه‌یي توکيو دود د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې د دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.

د نوکانو زبېښل
ډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او داغه رقم په نوکانو کې راټول سوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

د انرژي څښل
ډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ سي، وجود به یې ورسره ښه سي او دا رقم قوي به سي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او داغه رقم مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای سي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښو کې د خأشې يا لرګى وهل
ځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښو د پاکوالي لپاره د خاشو استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

د سختو شیانو ماتول
په غاښو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ سبب دغه شيان دي.

په ناسم ډول بُرس وهل
د سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل سي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه وارى استعمال سي.




t