د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له مرکزه نږدې ۲۰۰ تنه فارغ شول

د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له مرکزه نږدې ۲۰۰ تنه فارغ شول

تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د بلخ ولایت د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په ښونیز مرکز کې د ۱۹۴ تنو په فراغت غونډه کې ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو مسلکي کېدل د دوی د ظرفیت په لوړېدلو کې د پرمختګ یو مهم ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، چې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مثبت واقع شوي او ترهګرو ته یې د پَل ځای نه دی پرې ایښی.

ښاغلي اندرابي د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په فراغت غونډه کې وویل:

«اوس زموږ ځانګړي ځواکونه غښتلي شوي او د ترهګرو په وړاندې ډېر پېچلي عملیاتونه د خپلو وړتیاوو له مخې ترسره کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د ځانګړو ځواکونو هڅې د ستاینې وړ یاد کړې.»

سرچینه همداراز زیتوي؛ تېره ورځ له بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو څخه ۱۹۴ تنه پولیسو له ترهګرۍ او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ځانګړی شپږ میاشتنې ښونیز کورس ویلی او د بلخ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ښونیز مرکز څخه یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.



افغانستان بلخ خبرونه ځانګړي ځواکونه
t