دوهم واده

دوهم واده

لیکنه: استاد عبدالمناف فردین

د روان شناسي خانواده یا (کورنۍ روان شناسۍ) له نظره د یو شمېر نورو عواملو تر څنګ د نارینه وو لخوا دوهم واده کول تر ډېره بریده د ښځي یا د کور میرمن د اشتباهاتو، بې توجهۍ، سهل انګارۍ او د خپلو مسئولیتونو د نه پيژندلو له امله وي.

هیله مند یم خوېندي په دې لیکني راڅخه خفه نسي خو لاندي نکتو ته پاملرنه به ددوی سره دا مرسته وکړي چي خاوند یې د دوهم واده څخه صرف نظر وکړي.

کور د نارینه لپاره د ټولو کاري ستړیاوو د رفع کولو مکان دی.

هر نارینه د کور څخه دباندي په کار او وظیفې سره نه یوازي جسما ستړی او خسته کیږي بلکه په رواني لحاظ هم تر ډېر فشار لاندي وي او داسي یو فرصت، ځای او شخص ته اړتیا لري ترڅو یې رواني ستړیا رفع سي.

دا فرصت او ځای کور او شخص هم فقط د کور میرمن کېدای سي.

د کور میرمن ته پکار ده چي د روان شناسۍ یو شمېر ساده خو مهم علمي تکنیکونه مراعات او عملي کړي. چي پدې کار سره به د نارینه وو څخه د دوهم واده کولو فرصت څه چي عین فکر هم واخلي:

۱ـ خاوند ته کور ته په راتلو سلام او ښه راغلاست ووایاست.

۲ـ د ناستي بلنه ورکړئ او چای یا بل خواړه ورته آماده کړئ.

۳ـ تل د خپل خاوند لپاره خپل د ځان، کالو، اولادونو او د کور او چاپيریال نظافت ته جدي پاملرنه وکړئ.

۴ـ هيڅکله په یوازي سر تصمیم مه نیسئ. هر اقدام د دواړو په موافقې او تفاهم وکړئ.

۵ـ د هري خبري او موضوع پر سر دلایل مه وایاست او خبره جنجال او د آواز لوړولو ته مه رسوئ.

۶ـ د ځان او ماشومانو لپاره مو تل منظمي جامې انتخاب او په استفاده کولو کي پام وکړئ.

۷ـ د خپل خاوند رواني، عاطفي او جنسي اړتیا پوره او تل ورته متوجه وسئ.

۸ـ مینه ورکړئ او په عاطفي لحاظ هیڅکله مه پریږدئ چي خاوند مو د عاطفي او میني تنده حس کړي.
۸ـ هیڅکله خپل خاوند، ژوند، امکانات او آسانتیاوي د بل چا سره مه مقایسه کوئ.

۹ـ هر وخت د نورو په مقابل کي د خاوند سره په ډېر ادب، نزاکت او احترام خبري وکړئ.

۱۰ـ د خاوند جامو، بوټونو او نورو وسایلو په پاک او منظم ساتلو کي تل کوښښ او جدي توجه وکړئ.

۱۱ـ خپلي غوښتني دي د خاوند د اقتصاد او د خپل ژوند د سطحي سره سم عیار کړي.

۱۲ـ یوه اندازه خصوصي حریم خپل خاوند ته قایل سئ او ژر شک مه ورباندي کوئ.

۱۳ـ د خاوند کورنۍ، مور، پلار او نور خپلوانو ته په هر حالت کي احترام وکړئ.

پورته ذکر سوي نکتې کېدای سي ساده او یا هم عملي کول یې سخت وي خو په یاد ولرئ چي د ژوند په نظم، خوښۍ او د خاوند په خپل واک کي ساتلو کي مهم رول لري.

د یادولو وړ ده چي په دې برخه کي خاوند هم مسئولیت او رول لري تر څو د کورنۍ اړوند مسایل مدیریت او نظارت یې وکړي خو تر دې مهمه داده چي د مشترک ژوند د شروع څخه مخکي یا د شروع سره سم باید دواړه کښېني او پر اړوند مواردو بحث او تفاهم وکړي. (تازه واده کوونکي ځوانان دي متوجه وي).




t