د ټيکنالوجي يوه ګټه!

د ټيکنالوجي يوه ګټه!

د Gabe Burdett په نامه سړی دوه دری ورځې مخکې له خپل پلار باب سره په سايکل د ورزش لپاره د واشنګټن پهSpokane ښار کې غره ته د روانېدو نېت لاره، خو پلار يې له ده مخکې په سایکل پښه اړولې او د غره په طرف روان شوی، په لاره کې چېرته په سايکل سپور له واړه پاڼ څخه غورځېدلی او بې هوښه شوی دی دا چې د اېپل کمپنۍ سمارټ واچ ۴ سريز لاسي ساعت (چې اوس يې ۵ سريز هم بازار ته راغلي) په لاس کړی و. په دې لاسي ساعت کې يې د يو دم غورځېدلو د تشخيص اسانتيا فعاله کړې وه ، نو ګړۍ په اتومات ډول دده غورځېدل تشخيص کړي ، او زوی ته يې مېسج کړی چې پلار دې غورځېدلی پروت دی ،د غورځېدلو د ځای نقشه يې هم اتومات ور لېږلې ده.
له هغه وروسته په دويم قدم کې يې لاسي ساعت په اتومات ډول امبولانس ته په ۹۱۱ شمېره زنګ وهلی او هغه يې راخبر کړي او خپل کوردینات يې ورکړي دي چې عاجل امبولانس ور ورلېږي.
خو زوی يې چې د پېښې ځای ته ور رسېږي پلار يې نشته، په همدې وخت کې لاسي ساعت بل مېسج ورلېږي چې د پلار لوکېشن دې تغيير شوی او نوی ځای چې روغتون دی رسول شوی دی او د شفاخانې نقشه يې هم ورلېږلې.
له نيم ساعت څخه مخکې مخکې امبولانس دده د پلار د غورځېدا ځای ته ور رسېدلی او پلار يې روغتون ته رسولې، د پلار وضعيت يې هم اوس ښه دی او يوازې يې بدن کې څو لږ لوی او واړه ټپونه پاتې دي.
.
دا سړی د اېپل واچ ټولو کارونکو ته جدي توصيه کوي چې پرځمکه د‌ راغورځېدا اسانتيا پکې فعاله کړي او د خپلو نږدې کسانو شمېره دې هم پکې ثبت کړي چې ترڅو لاسي ساعت په بېړنيو حالاتو کې هغو ته دده په اړه خبر ورکړي.
نوراحمد عايل



ساعت مرسته ټیکنالوژي
t