د عمر بن عبدالعزيز کيسه

د عمر بن عبدالعزيز کيسه

وایي چې!

پنځم راشد خلیفه عمر بن عبد العزیز رضي الله عنه د مرګ پر بستر پروت و، هغه پوه سو چي خادم یې په خوراک کې زهر ورکړي دي،

نو را وه یې غوښت او ورته ویې ویل:

وه بدمرغه ولې دې ما ته په خوړو کې زهر راکړي دي؟!

هغه له ډاره لړزیدۍ ، په ترهېدلي اواز یې وویل:

ستا کورنۍ ( بنوامیه) زر دیناره راکړي دي او وعده یې راسره وکړه چي که دا کار دې وکړ ازاد به دې هم کړو.

عمر ورته وویل :

زر دیناره بیت المال ته وسپاره او ځه !

ما د الله لپاره ازاد کړی او بخښلی یې.

له دې ځایه ځان لیري کړه، دلته دي خلک وژني.

البدایه والنهایه لابن کثیر ۷۱۶/۲

د عمر بن عبد العزیز یوه وینا ده، دی وايي:

د قدرت پر وخت بخښنه تر ټولو غوره عمل دی، عمر هغه ویناوال دی چي د قدرت پر مهال آن د سر قاتل ته هم بخښنه کوي ! او عمر د ولس هغه غمخور واکمن دی چي په دې حالت کي هم د بیت المال غم ورسره دی!

عمره ! الله دې جنتونه نصیب کړه

(حامد افغان)




t