شمالي کوریا یو ځل بیا ليري ویشتونکې توغندۍ ازمايلې ده

شمالي کوریا یو ځل بیا ليري ویشتونکې توغندۍ ازمايلې ده

د جنوبي کوریا د پوځ مشر ويلي،چي شمالي کوریا یو ځل بیا ليري واټن ویشتونکي بالستیک توغندۍ ازمايلې ده.

ويل کيږي،چي دغه توغندۍ د ۴۵۰ کیلومتره په واټن کې توغول سوي او جنوبي کوریا یو ځل بیا غوښتنه کړې چې شمالي کوریا دې ژر تر ژره دغه ازموینې ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ او کیم جونګ اون تر منځ د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دا نهم ځل دی چې شمالي کوریا خپلو توغندیي ازموینو ته دوام ورکوي.




t