سهار بیا بوډۍ لمر ته پرېوته…

سهار بیا بوډۍ لمر ته پرېوته…

د نا تکمیله ناول یوه وړه برخه:
په دې کیسه کې دیارلس کلنه کلیواله آرزو د یوې اتیا کلنې ناروغې شتمنې، لوستې او ښاري بوډۍ خدمتګاره ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سهار بیا بوډۍ لمر ته پرېوته، سترګې يې پټې وې، سوکه سوکه ساه يې اخيسته. آرزو په ګل کې ننوتې مچۍ ته کتل چې څه وخت به له سرو پاڼو را وځي.
د انګړ دروازه وټکېده. آرزو ورغله.
شېبه وروسته بوډۍ د ماشومانو خندا واورېده، سترګې يې رڼې کړې، یودم يې چيغه کړه!
-ووځئ!
خندا غلې شوه، اشپزه او خدمتګاره په منډه حويلۍ ته راغلې، د دواړو سترګې رډې را وختې، دروازې ته نږدې په چمن کې دوه خيرن ماشومان او له مخه چادري پورته کړې ځوانه ښځه ناست ول، تر مخ يې له بېګانيو وريجو ډکې پلاستيکي قوطۍ ايښې وې.
خدمتګارې منډه ور واخيسته، یو ماشوم يې تر ولي ونيو، په خوشکه يې وویل:
-هلئ! د باندې ووځئ.
ماشوم یودم وژړل، له ډکې خولې يې وريجې باد شوې. نه ته، په هوا کې يې پښې وهلې…خو خدمتګاري تر لويې دروازې وايست.
ځوانې ښځې د چادري پيڅکې ور ټولې کړې، یوې قوطۍ ته يې لاس ور وغځاوه، خو خدمتګاره را ورسېده، قوطي يې د بوټ پر څوکه پورې وهله. ښخې ماشوم ور واخیست، د باندې ووته.
آرزو وارخطا ولاړه وه.
اشپزې آرزو ته وکتل، څه يې ونه ویل، بېرته د چوترې پر زينو وخته. بوډۍ پسې ناره کړه:
-سترګې دې نه وې؟!
اشپزې مخ ور واړاوه، په وارخطايي يې وویل:
-زه نه وم خبره، دېګ مې کاوه.
بوډۍ څه ونه ویل، اشپزه چوترې ته وخته.
خدمتګاره هم په منډه د کور خواته روانه شوه. بوډۍ سر ولګاوه.
آرزو په جګو پښو کېناست، له وښو يې يوه يوه وریجه ور ټولوله.
د بوډۍ له غوسې ډک غږ راغی:
-غټه نجلۍ يې.
آرزو ور ونه کتل.
بوډۍ وویل:
-نږدې راشه.
آرزو ورغله.
بوډۍ وویل:
-څه ضرور! هه!
د ارزو سر وځړېد.
د بوډۍ غږ پوست شو:
-بیا داسي ونه کړې. ښه.
آرزو په مړاوي غږ وویل:
-خو هاغه یوه يې کټ مټ زما د واړه ورور غوندې سترګې درلودې. کله چې به په کور کې د خوراک څه نه و، ورور به مې همداسې مړې سترګې راته نيولې.
غلې شوه، ويې ویل:
-هسي مو هم دا ورېجې ایسته اچولې.
بوډۍ وویل:
-د وریجو خبره نه ده، په دې خلکو باور مه کوه. غله دي.
-نو چمن او ګلان خو يې نه وړل.
بوډۍ ته غوسه ورغله:
-بس! له ځانه انا مه راته جوړوه.
ارزو غلې شوه، بوډۍ سترګې پټې کړې. آرزو ورغله، د بوډۍ په سپينو وېښتو کې يې ګوتې ننه ايستې. بوډي ور وکتل، ويې ویل:
-خفه مې کړې؟!
-نه، ماته باک نه راځي، انا به مې تل سپکولم.
ليرې ړنګ پلاستکي قوطۍ ته يې وکتل، ويې ویل:
-که يې خوړلې وای، ته وا بده وه؟!
بوډۍ وویل:
-نور نو دا خبره پرېږده.
-خو کوچنیانو ته مې خوا بده شوه. اول وار مې چې دروازه ور خلاصه کړه، ژړل يې، له موره يې وچه ډوډۍ غوښته.همدې وریجو ته يې وخندل.
غلې شوه، ويې ویل:
-خندا يې اجب خوند کاوه، خو
بوډۍ ته غوسه ورغله:
-سم ووایه چې ما خندا ورنه واخيسته.
آرزو وویل:
-څنګ بدل که، د سر بله خوا دې پاتې ده.
بوډۍ پر یوه اړخ شوه.
دواړه غلي ول. آرزو وویل:
-ثواب لري.
بوډۍ سترګې رڼې کړې:
-څه؟
-د وږو مړول.
بوډۍ بېرته کمزوري، خړ باڼه سره وروستل.
آرزو وویل:
-موږ ته به هم کله کله کليوالو پاته شوې خواړه را وړل، مور او انا به مې سرتور سرونه دعاوې ورته کولې.
خدمتګاره له جارو سره راغله.
آرزو د بوډۍ ډنګره اوږه وخوځوله، په خواره خوله يې وویل:
-خیر دی، سمې وريجې دي.
بوډۍ ور وکتل، خدمتګاره وریجو ته ور روانه وه.
آرزو وویل:
-تر اوسه به لا ډېر ليرې نه وي تللي، خير دی، دلته يې نه راولم. یوازې وریجې ورباسم.
بوډۍ کېناسته. نجلۍ ته يې وکتل، ويې ویل:
-ولې دومره شله يې!؟
د ارزو سر وځړېد:
-د هاغه یوه کوچيني ژړا مې نه هېرېږي، زما د ورور غوندې و.
بوډۍ ناره کړه:
-مه يې جارو کوه.
خدمتګاره بېرته د چوترې خواته وګرځېده.
آرزو په خوند وویل:
-نو، وریجې ور وباسم.
بوډۍ د (هو) په نښه سر وخوځاوه.
د آرزو رنګ وغوړېد، منډه يې واخیسته، له سړکه يي زوروره ناره راغله:
-های، راشئ.
شېبه وروسته بېرته بوډي ته ودرېده. په خواره خوله يې وویل:
-خیر دی، چمن ته به يې راولم، د سړک د غاړې چټله وياله بد بوی لري.
بوډۍ څه ونه ویل.
آزرزو بېرته د دروازې خواته منډه کړه. شېبه وروسته په چمن کې دوه ماشومان او یوه ښځه ناست ول، ماشومانو په ويره بوډۍ ته کتل.
آرزو بوډۍ ته راغله، خوله يې جينګه کړه:
-خیر دی، ويرېږي، خوراک نه شي کولای. یو وار خو ورته وخانده. مازې یو وار.
بوډۍ وخندل، ماشومانو وریجو ته خيرن لاسونه ور وغځول.
بوډۍ ورته ځیره وه، د ماشومانو خولې ډکې وې، کله کله به يې وخندل. وخت ووت، ښځې پاتې وریجې په پلاستيکی کڅوړه کې واچولې، تر ډېره يې آسمان ته لاسونه نيولي و، یودم يې بوډۍ ته وکتل، په لوړ غږ يې وویل:
-خدای دې دواړه جهانه سم که، خدای دي د اولادونو او لمسیانو غم نه در ويني، خدای دي له اور او اوبو وساته….
ښځې کڅوړه ور واخيسته، له دواړو کوچنیانو سره د باندې ووته.
ارزو بوډۍ ته ودرېده، ويې ویل:
-پښې در کېکاږم.
بوډۍ ور وکتل، څه يې ونه ویل.
نجلۍ د بوډۍ پښو ته کېناسته. شېبه ورسته يې بوډۍ ته وکتل، ويې ویل:
-ته ژاړې؟
بوډۍ مخ واړاوه.
نجلۍ وویل:
-ما ولېدې، سترګې دې له اوښکو ډکې وې.
غلې شوه، ويې ویل:
-ځان دې درد کوي!؟
ځواب يې وانه ورېد. د بوډۍ سر ته ورغله، د هغې په سپينو وېښتو کې يې ګوتې ننه ايستې.
بوډۍ په غریو کې وویل:
-زه بده ښځه یم؟
-نه، ولې به بده يې! تا خو هاغه ده ها کوچنیان هم ماړه کړل.
-خو کوچنیان تا ماړه کړل. ما خو وژړول.
-دومره يې په کیسه کې مه کېږه، بېرته خوشاله شول.
بوډۍ وویل:
-دا ډېر وخت مې دومره د سکون احساس نه و کړی.
آرزو وویل:
-سکون درد ته وايي.
بوډۍ سترګې پټې کړې، سوړ اسويلی يې وايست:
-نه، سکون د پوست باد غوندې دی. په سترګو نه ښکاري، خو پر مخ خوږ لګېږي. سکون ارامي ته وايي، زړه مې سپک شو. د هغو ماشومانو خوشاله سترګې او د هغوی د مور دعا مې له ذهنه نه وځي.

نصیر احمد احمدي



احمدي ادب بوډۍ ناول برخه
t