ننګرهار: بزګران د شولو قطاري کرنې برخه کې وروزل شول

ننګرهار: بزګران د شولو قطاري کرنې برخه کې وروزل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د بوټوساتنې لوی مدیریت فني ټیم له لوري د کامې ولسوالۍ د بیلابیلو سیمو بزګرانو ته د شولو د قطاري سیستم په کرنه، د امراضو افاتو اوهرزه ګیاوو کنترولIPM د پاشان او قطار په سیستمونو په مقایسوی شکل عملاً ګټې وروښودل شوې.

یاد ریاست وایي، له دې چارې یې موخه بزګرانو ته د دغې نوي میتود په شکل دشولو، جوارو، غنمو او نورو سبزیجاتو کرنه او ددې سیستم ګټې ښودل دي.

ددغه پروګرام په ترڅ بزګرانو ته په عملي شکل د قطاري سیستم د کرنې مثالونه وښودل او بزګران دې ته وهڅول شول چې له دې سیستم ګټه واخلي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولين وایې د قطار په شکل د کر له کبله له ۳۰ څخه تر ۳۵ ٪ پورې حاصلات زیاتیږي.



افغانستان بزګران خبرونه روزونه
t