ځوان زخمي پاچا

ځوان زخمي پاچا

(ځوان زخمي پاچا) ناول د یو ځوان پاچا دی چې کلونه کېږي په خپله خاوره کې پاچاهي کوي. بې پروا، باغي، په ژوند پوه، له مینې سره بلد او د ژوند په ټولو چارو یې سر خلاص دی. دی نو په پوره مانا قاطع پاچا دی.

زخمي پاچا د ښار پر هر واټ په اونۍ کې یو ځل راګرځي، ان کله کله د ښار پر یوه یوه  تیږه هم پام کوي، یوې یوې ونې ته یې فکر دی، د هر دوکاندار اقتصادي وضعیت ور معلوم دی، خپل هېواد، خپل خلک دومره پرې ګران دي، لکه خپل وجود. دی له زړه غواړي چې د هېواد خلک یې دې په ارامۍ ژوند وکړي، دی هره ورځ د دې لپاره کار کوي، څو یې د هېواد وګړي له ژونده خوند واخلي، دی یوازې د خلکو لپاره مادیات نه برابروي، بلکې غواړي د خپل هېواد وګړو ته په اصلي مانا د ژوند کولو چل هم وښيي. دی ژوند ته د مینې له زاویې ګوري، ځکه خو وايي، زه د ژوند په راز مینې پوه کړی یم، هغې ما ته ژوند ښودلی دی، له کومه مې چې مینه شروع کړې، نور د ژوند د یوې لحظې په اړه هم بې تفاوته نه یم پاتې شوی. ما هره شېبه غوښتي چې  د خپلې معشوقې هیله پوره کړم، دا دې هیلې پوره کول مې عادت شوي، ځکه خو یې له برکته د ډېرو نورو  هیلو په پوره کولو هم توانېدلی یم؛ ځکه خو په دې اړه یو ځای کې وايي: «دې ګرده نړۍ کې یو ته یې یو هغه څوک چې ته ورسره خوشاله یې، ته ورسره د ستړیا دمه کوي او ته ورسره مینه لرې، نور هېڅوک نشته، په دې ګردۍ نړۍ همدغه څوک، هېڅ وخت له لاسه ورنه کړې، که دې چېرته له لاسه ورکړ، ژوندی به وې، خو ژوند به نه کوې.

په ناامنو او وروسته پاتې ټولنو کې له خپلو معشوقو/ معوشوقانو هم ډېر مه خپه کېږئ، دوی له ډېرو نه پوهېدو سره سره، په مینه کې هم نه پوهېږي، په ژوند کولو هم نه پوهېږي، کوښښ وکړئ ویې زغمی او د مینې چل ورو ورو ور وښيئ».

کتاب کې راځي: «ځوان زخمي پاچا خپله بې پروا معشوقه لاس تړلې ځان ته ور وغوښتله، پاچا چې ولیده، ګوري نازولې معشوقه یې ځورول شوې او مړوندونه یی تک شنه وو. پاچا خپلې ډکې سترګې ښکته واچولې او سر ته یې لاس ونیو، ځان سره یې غلي وویل، دا جینۍ چا دومره ځورولې، په دې شکل چا راوستلې، هغه کس دستي اعدام کړئ….

جینۍ له عسکرو ځان وڅانډه، پاچا ته په ډېره غوسه راغله، پښو ته یې کېناسته، په ژړغوني اواز یې پاچا ته وویل، زه هم تا سره ستا د پاچاهۍ په اندازه مینه کوم، خو زه نه غواړم ستا شم، غواړم خلکو ته ووایم چې “یوه جینۍ کولی شي د یو ستر هیواد ستر پاچا په ژړا کړي او مخ یې په اوښکو لوند کړي”.

پاچا د جینۍ په مقابل کې بد چلند نه کوي، پاڅېږي، هغه له لاسه نیسې او خپلې هغې کوټې ته ځي، چې له کړکیو یې د دربار  د باغ ښایسته ونې او ګلان ښکاري، په شنو ونو کې د مرغانو اوازونه اورېدل کېږي او د دربار په واټونو کار کوونکي چالاک چالاک د دفترونو خوا ته روان دي.

پاچا له معشوقې سره مینه کوي، هغې ته تر ډېرو خبرو ورتېرېږي، هغه په مستقیم ډول د نقد اشاره نه کوي، د ژوند او د ژوند د ارزښت په اړه ورته ډېرې کیسې کوي، لنډه دا معشوقه یې د مینې په چل پوهېږي او له پاچا سره تر اخره ښه ژوند کوي.

(ځوان زخمي پاچا) ناول د ژوند د حقیقت په اړه جالبې خبرې لري، ژوند ته مو د مینې له زاویې رابولي، ځکه خو وايي: «زه د ژوند په راز مینې پوهولی یم».

مینه وال کولای شي یاد کتاب په اکسوس او د ښار له لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

حميدالله حميدي




t