له غذایي مسمومیت سره مخ کېدونکي کسان کوم خواړه وخوري؟

له غذایي مسمومیت سره مخ کېدونکي کسان کوم خواړه وخوري؟

د چرګ ښوروا

تر هغه چې د ناروغ نس ناستی او استفراق کمېږي، ښه ده چې د کلکو خوړو له ورکولو ډډه وشي او داسې خواړه ورکړل شي چې په اسانۍ سره هضم شي او غوړ یې کم وي. کله یې چې روغتیایي وضعيت په بشپړ ډول ښه شي، نو کولای شي چې بېرته خپل عادي غذايي رژيم ته ور وګرځي.

د دې لپاره چې له غذایي مسمومیت څخه خوندي پاتې شی، نو بايد چې خواړه د ټولو صحي تګلارو په پام کې نیولو سره تیار کړی. د ټولو هغو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ، چې په پاکوالي کې يې شک لری. هغه خواړه چې پاخه خوړل کېږي، که کافي حرارت ور نه کړل شي او وخوړل شي، کېدای شي د مسمومیت لامل شي، نو دغه ډول خوړو ته په کافي اندازه حرارت ورکړئ.

له پخلي او ډوډۍ خوړلو مخکې هرو مرو خپل لاسونه ومینځئ. غوښې او هګیو ته په کافي اندازه حرارت ورکړئ څو ښه پاخه شي. مېوې او سبزۍ له خوړلو مخکې په مالګه يا پوټاشيمو کې ښه ومینځئ.  د غذایي مسمومیت ناروغي که څه هم د اندېښنې وړ ده، خو ډېری ناروغان یې په ۴۸ ساعتونو کې روغتیا مومي. په ډېرو کمو مواردو کې دا ناروغي ډېرې بدې پايلې لري.

حميدالله حميدي




t