د ټاکنو د نوم بدي کولو بله لوبه / نوید احمد څرک

د ټاکنو د نوم بدي کولو بله لوبه / نوید احمد څرک

تاسو ولیده چې افغان دښمنه هېوادونو د طالب ترهګرو په واسطه پوره هڅه وکړ چې د ټاکنو مخه ونیسي او هر ډول ګواښونه یې وکړل، خو و نه توانیدل او افغان ځواکونو خپل مسوولیت ادا کړ او ټول افغانستان کې یې د رای اچونې د مرکزونو امنیت خوندي او خلکو ته یې د رای ورکولو زمینه برابره کړه.
اوس چې افغان ځواکونه او افغانان په دې ازمون کې بریالي شوي او ټول خلک یې ستاینه او مننه کوي، افغان دښمنه هېوادونه د داخلي جاسوسانو په خوله تبلیغات کوي چې افغان ځواکونو ټاکنو کې لاسوهنه کړې.
افغان ځواکونو ته لکه څنګه چې لارښونه شوې وه چې ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي، پاتې شول او یواځې یې خپل مسوولیت ادا کړ، نور د ټاکنو کمېسیون کار و چې کارونه څنګه مخ ته یوسي.
تاسو به اوریدلي چې ټول خلک افغان ځواکونو څخه د ټاکنو د امنیت په خاطر ځانګړې مننه کړې، دا نو کله د افغان دښمنه هېوادونو په افغانانو پیرزو کیږي چې له افغان ځواکونو دې مننه وشي، او یا دې افغان ځواکونه د دې جوګه شي چې د یوې ملي پروسې امنیت دې خوندي کړي او د ترهګرو پلانونه دې له خاورو سره خاورې کړي.
افغان دښمنه هېوادونو زیاتې پیسې او امکانات طالبانو ته ورکړي و چې دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي خو پایله د افغان ځواکونو او افغانانو په ګټه شوه، ترهګرو ډلو ماتې وخوړه او خلکو د راتلونکي حکومت جوړیدو لپاره رای وکاروله.
له بیلابیلو ستونزو له کبله ټاکنو کمېسیون باندې بې باوري پيدا شوې، خو دا چې د هر کال او هر پړاو په تیریدو سره سیستم پیاوړی کیږي او مسلکي کسان پيدا کیږي، ستونزې کمې شوي او پریکړه د خلکو په اکثریت رای باندې کیږي.
د بایو متریک سیستم هیڅ ډول درغلي نه مني او داسې ښکاري چې سږ کال انتخابات به جنحالي نه وي او یو مرکزي او حاکم حکومت به رامنځ ته کیږي چې واک یې یو کس سره وي.
دا چې ځینې هېوادونه نه غواړي یو حاکم حکومت افغانستان کې رامنځ ته شي، نو اوس د دې پروسې د ګډوډولو لپاره نورې هڅې روانې دي چې خلک بې باوره کړي او یا یو جنجال راپورته کړي.
دا هڅې د صحنه سازو ویډیوګانو دي چې د درغلیو په تړاو خپریږي، دا کارونه دستوري کیږي، که نه یو څوک څنګه درغلي کوي او بیا ترې ویډیو هم کوي، خو ښکاره خبره ده چې دا کارونه دستوري کیږي، د دې لپاره دا پروسه ناکامه کړي او یا یې جنجالي کړی.
خو له نیکه مرغه افغانانو اوس د ټاکنو لپاره یو سیستم رامنځ ته کړی او هیڅ ډول درغلۍ پکې نه تیریږي.
بایو متریک سیستم یواځې هغه رای مني چې کس یې حاضر وی، رای یې کارولي وی، د واړو لاسونو ګوتو نښې، عکس او د تذکرې کاپي یې بایو متریک سیستم کې ثبت وي، همغه رای د منلو ده.
اوس که هر ډول جعلي او هوایي رای صندوق کې اچول شوي هیڅ د حساب وړ نه ده، نو په دې اساس دې خلک هوښیار اوسي چې دښمن د دې پروسې د لا ډيرو نوم بدي کولو لپاره هڅې کوي او دا هڅې د افغانستان د راتلونکي لپاره بدې پایلې درلودلی شي.
نو لطفا هوښیار اوسئ
ستاسو رای امانت دی، سیستم به ستاسو رای نه بې ځایه کوي او هغوی چې هوایي رای یې اچولي، له حساب به خود به خوده وځي.




t