د ټاکنو له کمېسيون د مشرانو جرګې د مشر بخښنه

د ټاکنو له کمېسيون د مشرانو جرګې د مشر بخښنه

ـــــــــــــــــــــــــ

فضل الهادي مسلميار

زما د نننۍ ويډيويي خبرو په اړه يو اړين سپيناوی!

ټاکنې يوه ملي او سرنوشت ټاکونکې پروسه ده او موږ هيچاته اجازه نه ورکوو چې په دغه ملي پروسه کې د زرې په اندازه لاسوهنه او يا تخطي وکړي

زه د ټاکنو په مسٔله کې لکه د نورو بااحساسه افغانانو په څېر جدي يم او نن مې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې هم وويل چې ټاکنيز کميسيونونه بايد د خلکو رايو ته درناوی وکړي او د ملت په سرنوشت لوبې ونه کړي.

د خپلو خبرو پرمهال مې د ټاکنو کميسيون د مشرې اغلې حوا علم نورستانۍ په اړه يو څه نامناسب الفاظ وکارول چې زه له خپلې درنې او پتمنې خور اغلې نورستانۍ څخه بښنه غواړم.

خو پر خپل موقف ټينګار کوم چې هغه بې بايوميټريکه رايې بايد وشمېرل شي چې خلک د ورځې تر لس يوولس بجو په کتارونو کې ولاړ وو، سټېکر شوې تذکرې يې درلودې خو بايوميتريک ماشينونو کار نه کاوه او له رايو ورکولو محرومېدل خو بيا وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون مرکزي دفتر د اعلاميې پر اساس خپلو کارکوونکو ته حکم وکړ چې د سټېکر لرونکي تذکرو خلک دې پرته له بايوميټريک کېدا رايه وکاروي هېڅ ستونزه نشته.

زما هدف دغه ډول رايې وې چې بايوميټريک ماشينونه خراب ول، خلکو سټېکر تذکرې درلودې او د رايو مرکزونو ته راغلي وو د کميسيون په اجازه يې رايې ورکړې وې، زه بيا هم د خپلو ولسونو له باارزښته او د سرونو په نذرانه د ورکړو رايو څخه په کلکه دفاع کوم او هيچاته اجازه نه ورکوم چې حق يې تلف کړي.

په پای کې مې اجرائيه رئيس ته پيغام دا دی چې نوموړی دې لومړی خپل ځان او خپل موقف قانوني کړي، زما د قانوني کېدا او زما په اړه دې د قانونيت چغې نه وهي بلکې پخپله دې د ټاکنو کميسيون تر پرېکړې د مخه د بريا اعلانونه نه کوي، د کميسيون پرېکړو او د ملت رايو ته دې درناوی وکړي ماته دده او د نورو سياسيونو د اعلاميو هېڅ ډول پروا نه راځي.




t