نېستي «د کلي او ښار عجيبه پرتله»

نېستي «د کلي او ښار عجيبه پرتله»

یوه شتمن خپل زوی کلي ته بوتلو، چې څو ورځې هلته واوسي او د خلکو ژوند وویني. تر څلور پنځو ورځو وروسته دواړه بېرته د ښار په لور روان شول. په لاره کې پلار له زویه وپوښتل:

دا ځای دې خوښ شو؟

هو، ډېر ښه و

د خلکو ژوند ته متوجې شوې؟

هو پلاره

ښه نو، څه شی دې زده کړل؟

هلک تر لږ فکر وروسته وویل: په دې پوه شوم چې موږ یو کوچنی سپی لرو خو دوی څلور لري.

زموږ انگړ کې د اوبو یوه فواره ده خو دوی د لوی سیند خاوندان دي. زموږ چت کې څو تت څراغونه را ځوړند دي او د دوی چت رښتینو ځلاندو ستورو پوښلی. زموږ باغ تر څلورو دېوالونو محدود دی، خو د دوی انتها نه لري.

د هلک د خبرو په اورېدو د پلار ژبه بنده شوه. هلک بیا وویل:

 مننه پلاره، تا راوښودل چې موږ څومره نېستمن یو.

ژباړه:  وږمه وردګ




t