۴ ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ شپږیزه کرکټ لیګ پېلېږي

۴ ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ شپږیزه کرکټ لیګ پېلېږي

کرکټ بورډ وایي دا د دغه لیګ شپږم پړاو دی او شپږ لوبډلې پکې ګډون لري، د دې لیګ پرانېسته کابل بازان او بند امیر لوبډله په لومړۍ لوبه کوي، د لوبو پیل د دوشنبې په ورځ ماسپښين یوه نیمه بجه په کابل کېږي.
سپن غر پړانګان، کابل بازان، بند امیر ښاماران، امو نهینګان، مس عېنک اتلان او بُست ساتونکي سږ کال لوبېدونکې لوبډلې دي، د دې سیالیو اتلولي ۲۰۱۷ م کال کې بند امیر لوبډلې د راشدخان په لوبډلمشرۍ کې ګټلې وه او سږ کال له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
د شپږیزې شپږم پړاو سیالیو لپاره لوبډلو تمرینات پیل کړي.
د کرکټ بورډ په وېنا نن د مس عينک اتلانو لوبډلې د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره په ايوبي کرکټ لوبغالي کې تمرينات پيل کړي دي.
سمیع الله درانی



سپورټ شپږیزه لیګ کرکټ
t