په لاهور کې د پاکستان او سریلانکا لوبه

په لاهور کې د پاکستان او سریلانکا لوبه

د سریلانکا او پاکستان ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه په کراچۍ ښارکې روانه ده
سریلانکا د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه، دې لوبډلې تر مازیګر مهاله په ۳۲ اورونوکې ۱۵۹ منډې کړې وې او درې لوبغاړي یې اوټ وو، دانوشکا ګوناتیلیکا سلیزه وهلې وه او لا لوبېده.
د پاکستان لپاره عثمان شینواري، محمد عامر او محمد نواز وېکټې اخېستې وې.
دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه باران لغوه کړې، دوهمه پاکستان ګټلې او دریمه لوبه یې روانه ده.

سمیع الله درانی



خبرونه سپورټ نړۍ ورزش
t