کندهار کې نوي جوماتونه جوړيږي

کندهار کې نوي جوماتونه جوړيږي

 کندهار والي حیات‌ الله حیات نن چهارشنبه په ولایت مقام کي د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل او د جمهوري ریاست له لوري د نویو جوړېدونکو جوماتونو په اړه یې له دوی سره معلومات شریک کړل.

 په پیل کي کندهار والي حیات‌الله حیات د جوماتونو، دیني اماکنو او مدرسو جوړول د ولایتي ادارې اساسي کاري لومړیتوب یاد کړ او د جمهوري ریاست له لوري یې د نویو جوړېدونکو جوماتونو اقدام وستایه.

 ښاغلي حیات وویل؛ د ولایتي ادارې او علمای کرامو ترمینځ نژدې اړیکي د دې لامل سوي، چي د جمهوري ریاست په خاصه پېرزوینه د کندهار په ولسوالیو کي جامع جوماتونه جوړیږي.

 کندهار والي یادونه وکړه؛ د هر جومات په جوړیدو سره په ټولنه کې د انفرادي او ټولنیزې اصلاح بنسټونه پیاوړي کیږي او ولس ته د ژوندانه په هره برخه کې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې پیغامونه استول کیږي.

 د ښاغلي حیات په خبره؛ ولایتي اداره هڅه کوي، چي د علمای کرامو او دولت ترمنځ واټن کم او د ګډ کار په مرسته اسلام‌پالني او د دیني اماکنو پراختیا ته دوام ورکړي.

 ښاغلي حیات دیني علما د دین ستني او د ټولني د اصلاح یوازینی موثر قشر وباله او غوښتنه یې وکړه، چي دوی دي له دولت سره د امنیت، سولي، د پروژو په تطبیق او د عمومي نظم په تامین کې خپله همکاري زیاته کړي؛ څو ټول ولسونه له مساوي خدمتونو برخمن کړل سي.

 ښاغلي حیات له ولسوالانو وغوښتل، چي د نویو جوړېدنکو جوماتونو لپاره دي په خپلو ولسوالیو کي ځایونه مشخص کړپ، څو ژر تر ژره کار پر پیل سي.

 ښاغلي حیات دغه راز ولسوالانو ته وویل، چي د ولسي همکاري په مرسته دي، په خپلو سیمو کي د پرمختیايي پرژو او دیني امکانو جوړېدو ته زمینه برابره کړي، څو ټول ولسونه له موازي خدماتو برخمن سي.




t