د اوسنيو انسانانو ۴۵ زره کاله پخوانۍ کيسه

د اوسنيو انسانانو ۴۵ زره کاله پخوانۍ کيسه

لرغونپوهان اوسني انسانان له نن څخه ۴۵ زره کاله پخوا له خپلو تربرونو سره په منګوليا کې کتلي دي.

لرغونپوهان وايي، انسانان ۴۵ زره کاله د اسيا خاورې ته رسېدلي دي.

 د امریکا د کلېفورنیا پوهنتون د لرغونپوهنې مرستیال او د دې څېړنې یوه لیکوال نېکولای زوینس ویلي، احتمالاً اوسنیو انسانانو د لومړي ځل لپاره خپل حیرانوونکي تربورونه، يانې دنیسووانان په اوسنۍ منګولیا کې ليدلي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، د نيسووانانو نسل ډېر کلونه پخوا له منځه تللی دی.

د دې ډول انسانانو په اړه ډېر مالومات نهشته او یوازې د هغوی په اړه دا ویل کېږي چې دوه غاښونه او یوه کوچنۍ ګوته یې لرله.




t