هغه هېواد چې په نړۍ کې تر ټولو چټک انټرنټ کاروي

هغه هېواد چې په نړۍ کې تر ټولو چټک انټرنټ کاروي

۵G چې په نړۍ کې تر ټولو چټک انټرنټ دی په اړه به يې تاسو مالومات ډېر اورېدلي وي، خو دا انټرنټ په هر هېواد کې نه کارول کېږي، يا په لږه اندازه خلک ترې استفاده کوي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، جنوبي کوريا هغه هېواد دی چې تر نورو هېوادونو پکې ډېر ۵G کاررول کېږي.

په جنوبي کوریا کې د ۵G انټرنيټ د کاروونکیو شمېر تر هغه څه ډېر زیات شوی چې توقع یې کېده.

اوس په دې هېواد کې څه باندې ۲ ميلیون تنه له دې انټرنيټه کار اخلي او اټکل کېږي چې د سږ کال تر پایه به پر دې شمېر ۳ ميلیونه نور هم زیات شي او ۵ ميلیونو ته به ورسېږي.




t