کندهار: د ټولنیز خوندیتوب سکټور رئیسانو ولس ته د خپلو شپږ میاشتنیو کړنو حساب ورکړ

کندهار: د ټولنیز خوندیتوب سکټور رئیسانو ولس ته د خپلو شپږ میاشتنیو کړنو حساب ورکړ

ولس ته د حساب ورکولو په لړ کي نن د چهارشنبې په ورځ د ټولنیز خوندیتوب سکټور رئیسانو له لوري ولس ته د شپږو میاشتو حساب ورکول سو.

 په یاده غونډه کي مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري په ګډون ګڼ شمېر رئیسانو، ریاستونو استازو، ولسوالانو، د همکارو موسساتو استازو، د ولسوالیو څخه راغلو مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

 د کارټولنیزو چارو شهیدانو اومعلولینو ریاست د کار آمر محیب الله جیلاني د ټولنیز خوندیتوب سکټور د اړوندو ریاستونو او ادارو په استازیتوب راپور وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چې په تیرو شپږو میاشتو کي یې په زرګونو کسانو ته د کندهار ښار ترڅنګ په ولسوالیو کي د بېلابیلو حرفو په اړه عامه پوهاوی ورکړی او د کار زمینه یې ورته برابره کړې ده.

 د جیلاني په خبره؛ د بېلابېلو مرسته کوونکو مؤسسو له لوري د بیا راستنیدونکو کورنیو، داخلي بې ځایه سوو، کورني اقتصاد، د ښځو او ځوانانو د کارموندني د کوچنیانو د زده کړو، پاکو اوبو او ګڼو نورو اسانتیاوو لپاره کار سوی او خلکو ته اسانتیاوي رامنځته او خدمات وړاندي سوي دي.

 د کار آمر همدارنګه وویل؛ په راتلونکي کي پلان لري څو په ولسوالیو کي ۲۴۹۰ کسانو ته په بېلابېلو برخو کي زده کړي ورکړي، د ظرفیت لوړولو لپاره یې کار وکړي او د حرفو خاوندان یې کړي.

ښاغلي جیلاني د یادو ادارو په استازیتوب د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چي په راتلونکې کي د ښار ترڅنګ د ولسوالیو لپاره هم بېلابېل پروګرامونه لري.

 په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ولس څخه مننه وکړه چي راغلي دي او د خپلو مامورینو او دولتي چارواکو څخه حساب غواړي.

 ښاغلي دستګیري وویل، ولس رښتیا هم د هیواد د سولی امن او پرمختګ لپاره خپله اراده ښه تمثیل کړه او په ولسمشریزو ټاکنو کي یې ښه فعاله ونډه واخیسته او همداراز یې د یادي ورځي د امنیت د تامین په برخه کي له ټولو امنیتي ځواکونو مننه وکړه.

 په غونډه کي د ګډونوالو له لوري یو شمېر پوښتني مطرح سوې او د مسؤلینو له لوري د قناعت وړ ځوابونه ورکول سول.




t