د کپور د کورنۍ یوه بله غړې هم سېنما ته راځي

د کپور د کورنۍ یوه بله غړې هم سېنما ته راځي

د بالیووډ د وتلی او مشهور ستوری سنجی کپور لور او د بالیووډ د یو بل نوموتی ستوری وریره شانایا کپور هم بالیووډ سېنما ته راځي. دا خبر د شانایا کپور پلار سنجی کپور خپل د انستګرام اکونټ باندي خپور کړی دی او همدا شان يي خپلي لور ته یوه مشوره هم ورکړي ده.

سنجی کپور د بالیوود سېنما یو له ډيرو غوره ستورو څخه دي. د هغه د (Raja, Auzaar, Mohabbat, Sirf Tum, Qayamat, City Under Threat (2003), Luck By Chance (2009) فلمونو کي د ښي کارګردګي له امله زیاتي جایزي هم ګټلي دي. ورور یي انیل کپور هم د بالیووډ سېنما یو نوموتي ستوری دي او وریره يي سونم کپور لا وړاندې سېنما ته راغلې ده. اوس د سنجی کپور لور هم غواړي بالیووډ سېنما ته راسي.

سنجی کپور خپل لور شانایا کپور ته په یو پیغام کي داسي مشوره ورکړي ده: (( شانایا زما، د اکا او د وراره فلمونه له نږدي کتلي دي، هغه پوهیږي څرنګه سخت کار وکړي. هغه ویلی، شانایا تاسو د هر چا لور یا خور کیداي سې، اما دا بیا ستا په فداکاری او سرښندني پوري اړه لري، چي خپل ځان د یو ستورې په حیث ثابت کړې.))

شانایا کپور د بالیووډ د نوموتي ستوری سنجی کپور لور ده.

پاته دي نه وي، چي له دي وړاندي هم د یو شمیر نورو سېنمايي ستورو لورګاني او زامن سېنما ته راغلي دي لکه د شاه رخ خان، سیف علي خان، انیل کپور، سنی دیول، شکتی کپور، جګی شرف، سری دیوي او د داسي نورو ستورو د کورنۍ غړي بالیووډ سېنما ته راغلي دي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t