هند د سولې خبرو تر شا دايمې ثبات غواړي

هند د سولې خبرو تر شا دايمې ثبات غواړي

د هند هېواد ويلي د هغه خبرو ملاتړ کوي چې له مخې يې افغانستان کې دايمي ثبات رامنځته کیږي.
دغه هېواد ويلي دوی یوازې د سولې د هغه بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه وي او افغانستان ته دایمي ثبات راولي.
جي شنکر چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير دی دی په تازه څرګندونو کې ويلي په دې برخه کې جدي دي چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي. دده په خبره هغه خبرې ورته د منلو وړ دي، چې په افغانستان کې اتلس کلنې لاس ته راوړنې وساتي، د ثبات سبب سي او له دغه هېواد جګړې ورکې کړي.
جي شنکر دغه راز ویلي چې دوی د سولې په برخه کې همکاري کړې ده او لا هم همکارۍ ته ادامه ورکوي.
شنکر د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې تر دې وړاندې يې هم همکاري کړې ده




t