لاوروف: غرب شل کاله په افغانستان کې هڅې وکړې خو ناکام سو

لاوروف: غرب شل کاله په افغانستان کې هڅې وکړې خو ناکام سو

روسيې د افغانستان د بهران د حل په موخه د افغانستان د مخکني ولسمشر حامدکرزي د دريځ ملاتړ کړی.
د روسیې د خبري اژانس تاس په حواله سرګي لاوروف ویلي چې غرب تقریباً شل کاله په افغانستان کې هڅې وکړې خو په بشپړ ډول ناکام سو او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې خبره ښه پوهېږي.
لاورو د ولادي نړیوال بحث کلب ته په خبرو کې وویل چې د ډېرو امکاناتو له شتوالي سره هم د افغانستان کړکېچ نه دی حل سوی.
تاس اشاره کړې چې حامد کرزي تر دې وړاندې په یوه بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې د سولې د مذاکرو د پیل لپاره هڅو ته جدي زیان رسولی سي.
حامد کرزي همدا راز د امریکا پر متحدو ایالاتو غږ کړی و چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.
حامد کرزی اوسمهال روسيې ته تللی وو او ښايي پر دې موضوعاتو باندې يې له روسي مسولينو سره خبرې هم کړې وي




t