زده کوونکو ته د چاپيريال ساتنې په اړه پوهاوی

زده کوونکو ته د چاپيريال ساتنې په اړه پوهاوی

ننګرهار کې ښوونکو او زده کوونکو ته د چاپيريال پاک ساتلو په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو.

ننګرهار ولايت چاپريال ساتنې ادارې له لوري جلال اباد ښار کې په نوبتي ډول د افغان مراد عالي لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته د چاپريال پاک ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو.

د چاپيريال ساتنې ادارې رئیس امين الله يوسفزي وويل، چې د عامه پوهاوي په دې غونډه کې يې د چاپېریال ککړتیا مخنیوي، ونو، بوټو تفریحي پارکونود ساتنې او اهمیت او همدا راز د وحشي ژویو د ژوند ساتنې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړی وايي د يادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته د عامه پوهاوي شپيته معلوماتي پاڼې هم وويشلې.




t