ځوانانو ته د باچا خان د ژوند په اړه لکچر وړاندې شو

ځوانانو ته د باچا خان د ژوند په اړه لکچر وړاندې شو

ځوانانو ته د خان عبدالغفار خان د ژوند او لاسته راوړنو په تړاو لکچر وړاندي سوو.

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په عامه کتابتون کې د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لوري ځوانانو ته د خان عبدالغفار خان(باچا خان ) په اړه لکچر وړاندي سوو.

دغه لکچر د فعال ځوان ښاغلي روزالدین جلالزي له لوري چمتو سوی ؤ ، چي د خان عبدالغفار خان یا فخري افغان د ژوند،سیاسي مخیني،خدايي خدمتګارۍ مرامنامې،په باچا خان د پاکستان بندیزونو او ګڼو نورو برخو کې ځوانانو ته معلومات وړانډي سول.

ځوانان خان عبدالغفار خان یو نومیالی او د عدم تشدد سرلاری یاد کړ او د هغه لاسته راوړنې یې مهمي او ارزښتناکي وبللې.

همدارنګه د فکري پياوړتیا پروګرام په بله برخه کې د پوهنتون استاد او فعال ځوان ښاغلي امان الله پشتون هڅې او لاسته راوړنې د ځوانانو په برخه کې وستایل سوې، او له نورو ځوانانو څخه هم وغوښتل سول ترڅو په ټولنه کې فعال رول ترسره کړي.




t