نه داسې هم نده…

نه داسې هم نده…

د هغه غمجنې او ناهیلې څیرې ته مې وکتل
پوښتنې مې ترې شروع کړې؛
څنګه یې؟
څه ښه والی به ولرم
زړه مې ستا په زړه کې خښ دی
زه لکه تش کالبوت داسې یم
خو؛
نه داسې هم نده
ځکه؛ ما د خپلې خوښۍ او خپګان کیلي ستا په لاس درکړې
امممم ښه!
هو جان
ما ټکان وخوړه او په سوچ کې شوم
هغه فکر کاوه چې راته بې ارزښته دی
په ژړا شو
ویل یې لیونۍ!
ترڅو به مې ستا د غرور او تکبر پيښې ځوروي
او زه به په دې پلمه له سترګو اوښکې توۍ کومه
بیا به په ‌‌‌‌‌‌ډک محفل کې دخلکو پام په دې خبرې اړومه چې په سترګه کې مې خس ولوید!؟
اممممم
ریښتیا خو دا دي چې زه هم ورسره ‌‌‌‌‌‌ډيره مینه لرم
خو؛ نه پوهیږم چې هغه ولې ما نه درک کوي
یا خو زما د لاسه ورکولو ویره لري او یا هم زما په مینه کمزوری باور…
بیا مې ورته ویل:
که داځل راشې څه به راته راوړې؟
ویل یې اففففففف!!!
تاته مې شکولې ګلان راڅخه په کلې کې پاتې شوو😭
ما ویل څه خبره نده بیرته پسې لاړ شه
هغه مې ګلانو پسې ولیږه
او ما یې د ترلاسه کولو انتظار…
هغه بیرته راغی خو؛ افسوس هغه ښایسته ګلان بلچا خپلې ميني ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړي وو
ما یې هڅې دروغ ګڼلې
او هغه دا هرڅه زما تکبر ګاڼه
خو؛ د وخت په تیریدو سره موږ درک زده کړ
مینه مو وپيژنده یو بل مو ځانته وړ وبلل
خو؛ د لاسه تللي وخت ښه ‌‌‌‌‌‌ډير ارمان مو وکړ…

خیال
آلماء افغان



ادب افغان الما
t