د فکر زنګ

د فکر زنګ

وې غوښتل، چې یوسف(ع) ووژني، یوسف مړ نه شو.

غوښتل یې، چې اغېز یې له منځه یوسي، ارزښت یې لوړ شو.

غوښتل یې، چې هغه وپلوري، چې غلام شي، خو پاچا شو.

غوښتل یې، چې مینه یې د پلار له زړه څخه بهر شي، مینه یې لا پسې زیاته شوه.

د بشر له نقشو څخه نباید وډار شئ؛ ځکه چې د الله (ج) اراده، تر بلې هرې ارادې لوړه ده.

یوسف پوهېده، چې ټولې دروازې بندې دي، خو د الله (ج) په خاطر یې حتا د ټړلو دروازو په لور هم منډې کړې او ټولې تړلې دروازې یې پرمخ پرانیستل شوې.

که د نړۍ ټولې دروازې دې پرمخ هم وتړل شوې، نو تړلو دروازو پسې لاړ شه، ځکه ستا او د یوسف خدای (ج) یو دی، نو پاڅېږه او د تړلو دروازو په لور وخوځېږه.

ژباړه: عطامحمد میاخیل



زنګ فکر معلوماتي
t