افغان ملت؛ ولسواکي او د اغيارو په مخ درنه څپېړه!

افغان ملت؛ ولسواکي او د اغيارو په مخ درنه څپېړه!

لیکنه: عرفان حسن

که څه هم چې ولسمشريزې ټاکنې بايد په خپل وخت او زمان سره ترسره شوې واى او اساسي قانون هم دا وايې چې: د هېواد د اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له مخې د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پينځم کال د جوزا (غبرګولي) په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي.

اما موږ افغانان د هېواد موجوده ستونزې او ننګونې ښه درک کولاى شو،ځکه زموږ عمر همدلته تېر او لوبېدلي يو.

په هېواد کې د ټاکنو د کمېسيون  ټاکنوته د بشپړې نه امادګۍ، د ټاکنو د بودجې د کمښت، د بهرنيانو عدم ملاتړ، روانه شديده جګړه او  د سولې مسله هغه مهم عوامل و چې د ټاکنو د ځنډ او ورسته  والي سبب وګرځېدې.

اما د حکومت مخالفې سياسې ډلې پدې پدې باور وې،چې ګواکې ولسمشر د واک انحصارګر دى اما په حقيقت کې دغه تور ممکن د سياسيونو د عقدې او يا د شخصې موخو په خاطر و.

ددې تر څنګ ځينو سياسي ډلو دغه ګوت ځنډنه کوله، چې که ولسمشر له واک تېر نشي و؛ د شهيد ډاکتر نجيب له برخليک سره به مخ کړاى شي.

اما يادو ډلو هېڅ ونه کړاى شول او ولسمشر د هېواد نازک او سخت حالت مديريت کړ.

ددې ترڅنګ  د متحده ايالتونو د ځانګړي استازي ښاغلي خليلزاد له لورې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب مذاکراتي پلاوي سره د سولې مذاکرات د تېر وخت څخه لا تاوده شول او ددوى په وينا امريکا له طالب سره سولې ته نږدې شوې ده.

د سولې د مذاکراتو سره موازي  د طالب له لورې د جګړې شدت اخېستل او ملکي وګړي په نښه کول ددې لامل شول چې د امريکا ولسمشر ټرمپ له ذکر شوي پلاوي سره مذاکرات لغوه اعلان کړل او د قطر مرکز کې نظر بند کړا شول.

د هېواد ۱۳۹۸ کال ولسمشريزو ټاکنو ته د دولت ساز ټيم په مشرۍ ښاغلي غني، د ثبات او همپالنې ټيم په مشرۍ ښاغليدعبدالله عبدالله او د سولې او اعتدال ټاکنېز ټيم په مشرۍ اتمر صيب نوماندان ول.

چې د اتمر صيب ټيم له منځه لاړ او دولت ساز او ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيمونه د ټاکنو سيالۍ ميدان ته ودانګل.

بالاخره د ميزان په شپږمه په ټول هېواد کې ډلې ،ډلې افغانان د ټاکنو محلونو ته لاړل او د ولسواکۍ مهم اصل يې تمثيل او خپله رايه يې وکاروله.

همداشان د ولسمشر لومړي مرستيال د يوې معتبرې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي چې دولت ساز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې ددوى ټاکنيز ټيم اويا سلنه رايېخپلې کړي.

بل لور ته د بلخ پخواني والي عطا نور پر خپل فېسبوک د ټاکنو په تړاو ليکي چې دا ځل ړ اجرائيه رياست جګچوکۍ نشته او ګټونکىديو ټيم دى.

ټاکنو کې د افغانانو  پراخ ګډون  د جمهوريت غوښتنې په مانا و چې ددې سرع ارپايي ټولنې او متحده ايالتونو ولسمشريزې ټاکنې بې سارې بللي او ستائينه يې کړېده.

بايد وول شي،چې د امن په فضا کې د ټاکنو ترسره کېدل د زړورو سرتېرو برکت او مېړانه وع او ټول کرډت بايد دوي ته ورکړل شي.

د افغانانو هيله داده چې دا ځل بايد ګټونکي او بايلونکي معلوم شي او د ملت له رايو دفاع وشي نه داچې پر مقدسو رايو يې معامله وشي.

 



سیاست لیکنې ټاکنې
t