د افغانانو او دموکراسۍ ترمنځ دوه اړخیزې اړتیاوې

د افغانانو او دموکراسۍ ترمنځ دوه اړخیزې اړتیاوې

امېد اڅک

په دې وروستیو کې د افغانانو تر منځ د ټاکنو او جمهوریت په اړه ډير بحثونه کیږي او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم ډيرو هیواد والو د جمهوریت د بقا لپاره ګډون وکړ.

دا چې ټاکنې د جمهوریت سره څه تړاو لري، ټاکنې یې په بقا کې څومره مهم رول لوبولی شي، په افغاني ټولنه کې د دموکراسۍ رول او د دموکراسۍ په اړه په افغانستان کې عامه ذهنیت څه ډول دی، په دې اړه د ننني افغانستان اونیزې د پښتو برخې مسول امید اڅک د سیاسي چارو له ځوان شنونکي ښاغلي انتظار خادم سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته را اړو:

 امید اڅک: ډیری افغانان په دې باور دي چې د جمهوریت دوام د ټاکنو د ترسره کیدو پورې تړلی دی، ایا یوازې ټاکنې د جمهوریت د بقا لپاره بسنه کوي؟  او که د کاندیدانو او ټاکنیزو ټیمونو او په ځانګړي توګه له ټاکنو وروسته د ګټونکي ټیم مناسب چلند د جمهوریت د بقا لپاره ضروري دي؟

  انتظار خادم: د موکراسي د هر جمهوریت اساس دی، د دموکراسۍ د تمثیل لپاره انتخابات یو اساسي اصل دی، مګر انتخابات د انتخاباتو لپاره نه، بلکه انتخابات د دموکراسۍ لپاره،  د دموکراتیکو اصولو د تحقق لپاره باید تر سره شي، چې په دې اړه په خپله کاندیدان، د انتخاباتو کمیسیونونه ، رایه اچوونکي، د فشار طرفونه او مرسته کوونکي طرفونه د مهمو برخو په توګه د یادونې وړ دي.

یاد پنځه واړه طرفونه باید قانون ته درناوی وکړي او په خپله محدوده کې عمل وکړي، د دموکراسۍ، انتخاباتو او د جمهوریت همدا  اصول د یادونې وړ دي، له بده مرغه په دریمه نړۍ کې دغه اصول سم نه عملي کیږي.

 اڅک: افغانستان یو باثباته، مقتدر او فعاله دولت ته اړتیا لري، د ۲۰۱۹ کال د ټاکنو په نتیجه کې  د یو پیاوړي دولت د جوړولو لپاره ښکیل سیاسي اړخونه څه ډول کاري چلندونو ته اړتیا لري؟

 خادم: انتخابات بایلونکی او ګټونکی لري، خو د انتخاباتو نه وروسته د ټاکنو کمیسیون باید په شفاف ډول رایې وشمیري، د شکایاتو کمیسیون باید په مسولانه ډول شکایات وڅيړي، له هغه وروسته باید درې کاره وشي، ګټونکی اړخ بیلونکی اړخ خپل دښمن ونه ګڼي، بایلونکی طرف ګټونکي طرفته باید مبارکي ووایي، د بایلونکي طرف ټیم باید د خپلو ګټو په خاطر د ګټونکي طرف مخالفت ونه کړي، ځکه د ۲۰۱۹ کال ټاکنې په خپل ذات کې د راتلونکي افغانستان لپاره بنیاد دی، که دا کار ونشي نو مشکل جوړیدی شي او تر ۲۰۱۴ کال نه هم حالت خرابیدی شي.

 اڅک: په افغانستان کې د دموکراسۍ او ولسواکۍ د تر ټولو لوې مدعي په توګه د امریکا کارنامې او کړنې څومره اغیزناکې وې؟ مثبت او منفي اغیز.

 خادم: د امریکا په راتګ باندې ډير څه وشول، د دموکراسۍ بنیاد کیښودل شو، قانون جوړ شو، انتخاباتو کمیسیونونه  او نور ډیر بنسټونه ورغول شول، مګر یو شمیر تیروتنې او بدۍ هم راغلې، د قانون نبض په سمه توګه عملي نه شو، قانون ته سپکاوی هم وشو، قانون یوازې په سپین کاغذ د تورو  کرښو په بڼه پاتې شو.

 تر ډيره حده د نړیوالې ټولنې تر سترګو لاندې دا کارونه ترسره شول، چاچې پیسې لرلې، قوت یې درلود، سیاسي نفوذ یې درلود هغه تر قانون پورته و، نو فکر کوم چې امریکا په دغه امر کې پاتې راغلې، که څه هم د افغانستان د ملت، حکومت او د نړۍ د نورو هیوادونو مسولیت هم و، مګر امریکا ددغه پروسې د سرلاري په توګه خپل مسولیت نه دی ادا کړی او ناکام پاتې دی.

 اڅک: ممکن دغه بحث ډیر خوښوونکی نه وي، ایا د دین او دموکراسۍ تر منځ بحث د افغاني ټولنې لپاره د اهمیت وړ بولۍ او یا داچې دغسې بحثونه ناسم او د وخت ضایع کول بولئ؟ د دین او دموکراسۍ تر منځ رښتیا هم کوم  نسبت شته؟

خادم: دین په خپل ذات کې دموکراسي او دموکراسي په خپل ذات کې دین دی، ځکه چې په قران کې راغلي چې دین په زوره په چا نه تحمیلیږي، بلکه دا په خپل رضا کار دی، یعنې دلیل دا دی چې دین باید د منطقي دلایلو پر بنیاد په ټولنه کې خپور شي، خلک یې ومني او د هغه لپاره منطقي دلایل  وجود ولري، نو زه دغه دواړه یو له بله جدا نه ګڼم؛ بلکه یو د بل تکمیلوونکي اجزا یې ګڼم.

اڅک: زموږ په عامو او خاصو خلکو کې یو رایج فرهنګ دا دی، چې هر څه په لومړي ځل وویني نو سمدستي یې ددین او اسلام سره د نسبت په لټه کې شي، د یوې ځانګړې موضوع په اړه دغسې تګلاره او طر څنګه ارزوئ؟

خادم: اسلام یو کامل دين دی، په دې کې د هرې مسئلې لپاره وضاحت شته دی، یا په مستقیم ډول په قرآن او حدیث کې د هرې مسئلې په اړه وضاحت وړاندې شوی او یا یې په اړه تفسیر، اجماع او قیاس شوی دی.

نو په دین کې هره مسئله شته، دا چې له دین څخه خلک څنګه استنباط، استخراج ، د حالاتو اقتباس،  تفسیر او تعبیر کوي دا د هر شخص خپل ځانګړی شخصي کار دی، مګر قانون او حکومت باید په دغسې مسائیلو باندې کار ولري، په دې معنی چې د موضوعاتو په اړه انفرادي تصمیم ته اجازه ورنه کړي، ترڅو له دین او قرآن څخه ناسمه استفاده ونه شي، که موږ وغواړو په دین کې د هرې مسلې وضاحت شته.

اڅک: کومه پیژند ګلوي چې تاسو د افغاني ټولنې څخه لرئ، که زموږ خلک او موږ ته مشابه ملتونه پوه شي، چې امریکا او نور هیوادونه چې ځانونه د دموکراسۍ سرلاري ګڼي، د دموکراسۍ د تحقق لپاره صادقانه کار کوي، دغه ملتونه به تر کومې کچې په صادقانه توګه ددموکراسۍ ملاتړ وکړي؟

خادم: هره جامعه د خپل ځان لپاره خپل اصول لري، په هره ټولنه کې ددموکراسۍ لپاره خپل اصول دي، د ازادۍ لپاره خپل اصول دي، خپل تعریفونه دي، خپل قالبونه دي، خپل چوکاټونه دي.

یو هغه دموکراسي ده چې به نیویارک کې ده، یو هغه دموکراسي ده چې په لاس ویګاس کې ده، یو هغه د موکراسي  ده چې په سعودي عربستان کې ده، یو هغه دموکراسي ده چې په هندوستان کې ده، دا مختلفې سیمې دي، مثلا په یو ګاندا او نیروبي کې چې کومه دموکراسي ده هغه په افغانستان کې نه عملي کیږي، ځکه چې زموږ کلتور، زموږ ذهنیت، زموږ تاریخ، زموږ غوښتنې، اړتیاوې او ټولنیز قضاوتونه فرق کوي.

موږ باید دموکراسي  راوړو، که موږ پوه شو چې رښتیا هم امریکا دموکراسي راوړي، بیا بهتره ده، مګر هغه نظامي دموکراسي، هغه ګډه وډه دموکراسي، یا په زور او اجباري دموکراسي معنی نه ورکوي، مګر چې زموږ د حالاتو سره سم د موکراسي راوړي او موږ یې حمایت وکړو.

 اڅک: د پوهنتون د استاد او ټولنیز فعال په توګه د افغانستان کې د دموکراسۍ د ۱۸ کلن مزل په  جریان کې یاست، په دې اته لسو کلونو کې د واقعي دموکراسۍ د پیژندنې او ګټو په اړه افغانانو ته  څومره پوهه ورکړل شوې ده؟ که داسې څه نه دي شوي نو په کومو فکتورونو کې یې ارزونه او پلټنه کوئ؟

 خادم: لومړی دا چې دموکراسي مهمه ده، دویم دا چې دموکراسي افغانستان ته راغلې ده، دریم دا چې دموکراسي په زور او اجباري راغلې ده، څلورم دا چې دموکراسي د خلکو په اذهانو کې نه ده ننوتې، یوازې په سطحي ډول رامنځته شوې، پنځم د دموکراسۍ بنیادونه نه دي جوړ، شپږم د دموکراسۍ د تحقق لپاره موسسې، ادارې، نهادونه او دفترونه نه دي جوړ، مثلآ دولتي بنسټونه نه دي جوړ، اووم دا چې تر اوسه نړۍ په دې نه پوهیږي چې په افغانستان کې کوم ډول دموکراسي پلي کړي، اتم دا چې تر اوسه پورې د دین او دموکراسۍ، د ملا او د هارورډ پوهنتون څخه د فارغ سړي چې په دموکراسۍ عقیده لري لا واټن موجود دی، نو فکر کوم چې لا هم ډیره اوږده لاره پاتې ده، چې موږ حقیقي دموکراسۍ ته ورسیږو.

 اڅک: ایا په حتمي او تحمیلي توګه د دموکراسۍ عملي کول به افغانستان له اوسني متزلزل حالت څخه وباسي او یا د افغانستان د نجات وسیله شي؟

خادم: د دموکراسي له نامه څخه جوتیږي، چې هر انسان د اصولو په چوکاټ کې ازاد دی، هر انسان د خبرې حق لري، د بیان د ازادۍ حق لري، د ژوند حق لري، د خپل ژوند د ملګري د انتخاب حق لري.

 دغه ازادي فطري ده، چې په اسلام کې هم شته، په قانون کې هم شته، مګر بیا هم باید ووایم چې ازادي په هره ټولنه کې فرق کوي، ځکه نو د ازادۍ د مهار لپاره باید قوانین موجود وي، د هر زمان او مکان لپاره باید مناسبه دموکراسي وي.

بیا هم هغه دموکراسي چې زموږ د ټولنې څخه نه وي پورته شوي، زموږ د فکر او کلتور سره ورته والی ونه لري، هغه دموکراسي معنی نه لري، مګر دا چې زموږ د حالاتو سره په مطابق دموکراسي راشي.

 اڅک: د موکراسۍ ته زموږ او موږ ته د دموکراسۍ اړتیا څنګه ارزوئ؟

خادم: موږ به غیر د دموکراسۍ او دموکراسي به غیر له موږ هیڅ معنی نه لري او نه عملي کیږي، ځکه چې دموکراسي د انساني ټولنې لپاره راځي، موږ دموکراسۍ ته ضرورت لرو چې تمثیل یې کړو او د موکراسي موږ ته ضرورت لري، تر څو په دغه ټولنه کې خپل اغیز وساتي او زموږ برخلیک بدل کړي.

دا یوه دو طرفه جاده ده، چې هر طرف باید په سم ډول خپل رول ادا کړي.

اڅک: دموکراسي په افغانستان کې د کومو طبقو، ډلو او پیژندل شویو جریانونو څخه ډیره صدمه لیدلې ده؟  چې ډير د پام وړ وي؟

خادم: امریکا په تیرو اتلسو کلونو کې هغه چاته پیسې ورکړې، چې نه د دموکراسۍ په فرهنګ پوهیده او نه یې په دموکراسۍ باندې باور درلود.

ټوپکسالار، جنګسالار، غافل، جاهل، بې تعلیمه، هغه کسان چې د نورو هیوادونو جاسوسي یې کوله، خاینان و، د وطن ګټې ورته معلومې نه وې او یا هم سترګې یې پرې پټولې، عموما ټوپک په لاس اشخاص چې د دموکراسۍ په نامه یې عقیده نه وه.

اڅک: هغه ستونزې چې ټول یې په اړه خبرې کوي هغه دا دي چې دلته هر څه د پردیو په لاس کې دي او زموږ د لاسه هیڅ پوره نه دي، د دموکراسۍ په برخه کې زموږ  تیرې مطلقې ناکامۍ ته په پام سره ستاسو په نظر زموږ پوهان او هغه رهبران چې د راتلونکي په اړه اندیښمن دي، د جمهوریت او دموکراسۍ د بقا لپاره باید څه وکړي؟  

خادم: دموکراسي په یوځل  باندې نه راځي، د دموکراسۍ پلې کول یوه اوږد مهاله پروسه ده، د دموکراسۍ لپاره د بنیادونو ضرورت دی، د دموکراسۍ لپاره منطق ضرورت دی، نخبګان باید هڅه وکړي، چې د دموکراسۍ مزایا د خلکو په اذهانو کې ځای پر ځای کړي، خلکو ته قناعت ورکړي، په ټولنه کې باید د موکراسۍ ته د کفر په توګه ونه لیدل شي.

 دموکراسي یوازې د غرب، نیویارک او لاس ویګاس دموکراسي نه ده، نو دا د نخبګانو، استادانو او مدني فعالانو وظیفه ده، چې ددموکراسۍ اصلي معنی تبلیغ کړي او د دموکراسۍ په اصلي معنی باندې خلک پوه کړي.




t