کندهار امنیه قوماندان تادین خان حکمتیار کندهار ته نه پریږدي

کندهار امنیه قوماندان تادین خان حکمتیار کندهار ته نه پریږدي

ګلبیدین حکمتیار غوښتل، چي تر ټاکنو مخکي کندهار ته د کمپاین لپاره راسي، خو امنیه قوماندان تادین خان یې مخالفت کړی وو او هغه ته یې اجازه ورنه کړه.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط په تازه معلوماتو کي ویلي، چي ګلبدین حکمتیار خپل یو شمېر کسان د قومي مشرانو په نوم پر تادین خان مرکه کړي وه، چي ګلبدین کندهار ته پرېږدي.

د معلوماتو له مخي مرکه کوونکي د امنیه قوماندان له جدي غبرګون سره مخ سوي وه او په هیڅ صورت یې کندهار ته ګلبدین نه پرېښود.

سرچینه وايي، د تادین خان دلیل دا وو، چي حکمتیار د پردیو د ګټو لپاره کار کوي او زرګونو افغانانو قاتل دي.

تر اوسه ګلبدین حکمتیار او ډلي یې په اړه څه نه دي ویلي.




t