د ښوونکي ورځ – محبوب شاه محبوب

د ښوونکي ورځ – محبوب شاه محبوب

تېره شپه مې وراره له مور پېسې غوښتې چې کېک پرې واخلي او د خپل معلم لپاره یې پرې کړي.

سهار چې له خوبه ویښ شوم ورېره مې په پخلنځي کې د خوړو په پخولو لګیا وه ویل یې نن د معلم ورځ ده ښوونځي ته خواړه وړم.

کوچنۍ خور مې د تحفې په منظم کولو بوخته وه ویل یې معلمې ته یې تحفه اخیستې، بله ورېره مې لګیا وه بوټان یې په زرین کاغذ کې تاوول ویل یې چې دا یې د خپلې ښوونکې لپاره تحفه ده.

کوچني وراره مې قلم په لاس کې نیولی و او ویل یې دا د ګل قلم یې خپل معلم ته اخیستی او همداسې نور هم لګیا وو. …

ما له دې هر څه خوند اخیسته، که څه هم په دې پوهېدم چې زما د کور پېسې مصرفیږي خو له دې مصرفه مې خوند اخیسته، غوښتل مې چې بیا بیا یې ووینم.

پرېږدئ چې کوچنیان مو له خپلو معلمینو سره مینه وکړي، هغوی ته تحفې واخلي او هغوی ونازوي!

دا د وطن د ابادۍ زېری دی!

دا د زده کړو سره د مینې پيلامه ده!

او دا وطن د همدغو مقدسو انسانانو سره په مینه جوړیږي!

ګرانه ښوونکیه ورځ دې مبارک شه!



محبوب ښوونکي ورځ
t