ښوونکی د ټولنې د پرمختګ لامل

ښوونکی د ټولنې د پرمختګ لامل

ښوونکی د ټولنې د پرمختګ لامل

د ښوونکي د ورځې په مناسبت

په هر ځای کې چې پل ږدئ، د مینې تخم وکرئ، له هر څه مخکې په خپله کورنۍ کې د کورنۍ له غړو له ګاونډیانو سره، له هېوادوالو سره او بیا د ټولې دنیا له وګړو سره مینه وکړئ. مه پرېږدئ چې له تاسو مخکې څوک درته سلام واچوي، بلکې هڅه وکړئ، لومړی پرې تاسو سلام واچوئ. خپله مینه مو په سلام اچولو، په خندانه څېره او سترګو کې خلکو ته ورسوئ.

د ټولنپوهنې یو استاد له خپلو محصلینو سره یوې داسې سیمې ته لاړ چې ډېری وګړي یې غریب وو، تر څو د ۲۰۰ هغه نویو زلمیانو په اړه یو تاریخي څېړنه ترسره کړي چې په دې غریب کلي کې بې کسبه او کاره اوسېدل.

استاد خپلو محصلینو ته وویل، دا ۲۰۰ ځوانان چې ګوری، د هغو هر یوه په اړه خپله ارزونه ولیکئ.
محصلینو د هر یوه په اړه یوه یوه جمله ولیکله

“هغوی نه شي کولای بریالي شي” پوره ۲۵ کاله وروسته د ټولنپونې دغه استا یو ځل بیا له خپلو نویو محصلینو سره دغه کلي ته لاړ، څو معلومه کړي چې پر هغو زلمیانو څه راغلي او په کلي کې څه پېښ شوي دي، ویې لیدل چې د یادو دوو سوو کسانو له جملې شلو یې له کلي کډه کړې وه او یا هم مړه شوي وو، له پاتې ۱۸۰ کسانو ۱۷۶ یې لویو مقامونو ته رسېدلي وو، وکیلان، ډاکتران او لوی سوداګر ترې جوړ شوي وو.

د ټولنپوهنې استاد حیران شو، ویې غوښتل په دې برخه کې لا ډېره مطالعه وکړي، دی وتوانېد چې ټول هغه کسان پیدا کړي، د پرمختګ لاملونه یې ترې وپوښتي، جالبه او په زړه پورې خبره خو دا وه چې د ټولو کسان ځواب یو او دا و:

“ښوونکی زموږ د بریا لامل شو.” د دوی ښوونکتې ژوندۍ و، معلمه زړه شوې وه خو لا هم زیرکه او هوښیاره ښکارېده.

د ټولنپوهنې استاد د هغه فورمول په اړه چې معجزه یې کړې وه او د یوه غریب او فقیر کلي خلک یې په بډایو او لویو کسانو بدل کړي وو وپوښتل، د بوډۍ معلمې سترګې وځلېدې او پر شونډو یې خندا راغله، ډېر ساده او اسانه ځواب یې ورکړ: “ما یوازې له خپلو زده کوونکو سره مینه کړې ده او بس.”

حمیدالله حمیدي




t