د ښوونکي د ورځې په پار

د ښوونکي د ورځې په پار

ژباړه: احمد شاه پاڅون

۱- د نړۍ د ۵ تر ټولو شتمنو کسانو نومونه واخله

۲ – په تیرو پنځو کلونو کي د فیفا د نړیوال جام ګټونکو هیوادونو نومونه یاد کړه

۳ – د هغو ښځو نومونه یاد کړه، چي په تیرو پنځو کلونو کي یې امریکا کي د ښکلا د ملکې مقام ګټلی.

۴ – د هغو لسو کسانو نومونه یاد کړه، چي په طب کي یې د نوبل جایزه تر لاسه کړې.

۵ – د هغه پنځو هنرمندانو نومونه یاد کړه، چي د اسکر جایزه یې ګټلې ده

تر کومي کچي بریالي سواست؟

خبره داده، چي موږ هیڅوک هم د پرون سرخطونه نسو یادولای. دا خلک د دوهمي درجې بریالي کسان نه دي، بلکه هر یو یې په خپله برخه کي تر ټولو بهترین دی.

مګر د وخت تیریدو سره د چکچکو شور ورک سي، پر ایوارډونو او مډالونو د دوړو یوه پرده و غوړیږي، کارنامې هیري کړل سي، لقبونه او مډالونه د خپلو خاوندانو سره ښخ کړل سي.

اوس لاندي یوه بله پوښتنپاڼه و ګورئ، چي ایا تاسو یې حلولای سي، که څنګه؟

۱ – د داسي پنځو ښوونکو نومونه یاد کړه، چي د ښوونځۍ په دوران کي یې ستا مرسته کړې.

۲ – د دریو داسي دوستانو نومونه یاد کړه، چي د ستونزي په وخت کي یې ستا مرسته کړې وي.

۳ – د پنځو داسي کسانو نومونه واخله، چي تاته یې د داسي یوې خبري درس درکړی وي، چي رښتیا ستا لپاره مهمه وه.

۴ – د څو داسي کسانو په اړه فکر وکړه، چي تاسو ته یې دا احساس درکړئ، چي ته ځانګړی یې او ستا ستاینه یې کړي وي.

۵ – د پنځو هغو کسانو نومونه یاد کړه، چي د هغوی سره په وخت تیرولو تا له ژونده خوند اخستی وي.

دا پوښتني خورا ساده او اسانه وې، کنه؟

هغه کسان، چي ستا په ژوند کي بدلون راولي، هغوی؛ هغه نه دی؛ چا سره چي، ډیر اسناد موجود وي، ډیره شتمني ولري یا هم ډیر مډالونه ولري.

هغوی هغه خلک دي، چي ستا قدر کوي او ستا خیال ساتي.
ښوونکو ورځ مو نېکمرغه




t